د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ جوړ شوي هيئت د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۸
د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ جوړ شوي هيئت د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي) په مشرۍ جوړ شوي هئیت، چې د ښاري ابتدائیه محکمې عامه امنیت دېوان رئیس مولوي امیرحمزه (مخلص)، د مدني دېوان مفتي مولوي عبدالمالک (قادري)، د جزا دېوان مفتي مولوي عبدالجلیل (عاطف)، د تحریراتو او اجرائیه مدیرانو یې غړیتوب درلود، په ۲۳/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه د یاد ولایت له عمومي محبس څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې یاد هيئت د محبس له مسؤولینو سره وکتل؛ ورپسې يې د ټولو بندیانو احوال واخیست او له هر بندي سره يې جلا جلا لیدنه وکړه.
یاد هيئت د ټولو بندیانو غوښتنې واورېدې؛ ډاډ يې ورکړ چې ستاسو اړتیاوې به یې له اړوند مسؤولینو سره شریکې او د اصولو سره سم به ورته رسېدنه وشي.

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۸
Background image

د روزګان ولايت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس په مشرۍ جوړ شوي هيئت د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د روزګان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ محمود (ابوالفیض) په هدایت؛ د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس الحاج مولوي محمد نبي (محمدي) په مشرۍ جوړ شوي هئیت، چې د ښاري ابتدائیه محکمې عامه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۴۴
Background image

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو د مسؤولینو لپاره د دعوت او ارشاد ریاست میاشتنۍ اصلاحي غونډه وشوه

د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو او دېوانونو رئیسانو، قاضیانو، مفتيانو، محررینو او آمرینو لپاره، نن سه شنبې (۲۵/۱۱ / ۱۴۴۷هـ ق) نېټه د دعوت او ارشاد رياست مياشتنۍ اصلاحي او مذاکراتي غونډه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۲۲ - ۱۵:۲۳
Background image

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د پکتيا ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مفتي عبيدالله (خالد) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د جزا او عامه امنيت دېوانونو رئيسانو، د امنيه قوماندانۍ مرستيال، د استخباراتو ریاست. . .

بیا په خبرونو کی