د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس الحاج مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو د دېوانونو رئيسانو او د ولسوالیو ابتدائيه محاکمو رئیسانو په ګډون، په ۲۹/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس د غونډې ګډونوالو ته د قضائي او اداري کړنو د لا ښه والي په اړه لازمې سپارښتنې وکړې؛ ټولو قضائي غړو ته یې په محاکمو کې د شفافیت، دوسیو ته په خپل وخت رسېدنې او د مراجعینو سره احسن سلوک په اړه لازم هدایات ورکړل.
دغه راز نوموړي حاضرۍ ته په پابندۍ باندې زیات ټینګار وکړ.
غونډه د دعاء په ویلو سره پای ته ورسېده.
