د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۵/۳۱ - ۱۱:۴۰
د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسؤولینو په هڅو، د قومي مشرانو او علماوو په منځګړیتوب، په ۲۶ / ۲ / ۱۴۴۸هـ ق نېټه د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع حل او فصل شوه.
یاده پېښه د قره‌باغ ولسوالۍ په بازار کې د یوې ترافیکي پېښې له امله رامنځته شوې وه؛ ابتدائیه محکمې ته تر راجع کېدو وروسته په غور او دقت سره وڅېړل شوه.
د ابتدائیه محکمې له‌خوا د حکم له صادرېدو مخکې دواړه لوري سولې او روغې جوړې ته وهڅول شول، چې د هغوی له‌خوا ومنل شوه.
د مقتول د کورنۍ له رضایت وروسته، د محکمې له لوري یوه رسمي غونډه جوړه شوه؛ چې په کې د دواړو لوریو قومي مشرانو او علماوو هم ګډون درلود، په غونډه کې د مقتول وارثینو قاتل ته بخښنه وکړه او دغه موضوع په رسمي ډول پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۵:۴
Background image

د پکتیا ولايت مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د یاد ولايت د رؤیت هلال هيئت غونډه وشوه

د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) په مشرۍ؛ د یاد ولایت مرستیال والي الحاج مولوي محمد انور (دین پرور)، د علماوو شورا، امربالمعروف، نهی عن المنکر او. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۳:۴۲
Background image

جلسه هماهنگی هیئت رؤیت هلال ولایت بدخشان برگزار شد

تحت رهبری الحاج مولوی محمد صابر (حنفی)، رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان، به تاریخ ۲۴/۴/۱۴۴۸هـ ق، جلسه هماهنگی با اشتراک تمامی اعضای هیئت رؤیت هلال آن ولایت برگزار شد.
در آغاز جلسه، رئیس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۲۰ - ۱۰:۵۵
Background image

د کابل ولایت قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مسئولینو په هڅو د قتل (۱۰) کلنه موضوع حل او فصل شوه

د کابل ولایت د قره‌باغ ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د مسئولینو په هڅو؛ د دوو کورنیو ترمنځ د قتل موضوع، په ۱۷/ ۴/ ۱۴۴۸ هـ ق نېټه د سولې له لارې حل او فصل شوه.
یاده پېښه شاوخوا لس کاله مخکې د. . .

بیا په خبرونو کی