د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۹
د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي ظاهرالله (مروان)، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عزت الله (جواد) او د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، مولوي محیب‌ الله (محسن) په ملتیا د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۵مه نېټه د یاد ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه.
یاده لیدنه د اسلامي امارت د زعیم عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د ۱ /۲/۱۴۴۸هـ ق نېټې (۲۴۴) ګڼه حکم پر اساس ترسره شوه.
د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي په دغه لیدنو کې د توقیف‌خونو وضعیت له نږدې وکاته او اړوند مسئولینو ته یې سپارښتنه وکړه، چې له توقیف‌یانو سره ښه سلوک او مناسبه رویه وکړي او د هغوی د حقونو رعایت ته پاملرنه وکړي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۹
Background image

د کونړ ولایت ښاري ابتدائیه محکمې رئیس د دغه ولایت له توقیف‌خونو څخه لیدنه وکړه

د کونړ ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې رئیس محترم مولوي ظاهرالله (مروان)، د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مفتي عزت الله (جواد) او د دې محکمې د عامه امنیت دېوان رئیس، مولوي محیب‌ الله. . .

یکشنبه ۱۴۰۵/۷/۱۹ - ۱۱:۳۰
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ د رؤیت هلال هیئت غونډه وشوه

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې رئیس، شیخ سخي الرحمن (فایز)، په مشرۍ د ۱۴۴۸هـ ق کال د ربیع الآخر میاشتې په ۲۴مه نېټه د رؤیت هلال هیئت د غړو ترمنځ د همغږۍ غونډه وشوه.
د غونډې په پیل کې د. . .

شنبه ۱۴۰۵/۷/۱۸ - ۱۴:۵۹
Background image

د کونړ ولایت د مرافعه محکمې رئيس په مشرۍ د رؤیت هلال هيئت د همغږۍ غونډه وشوه

د کونړ ولايت مرافعه محکمې رئيس محترم مولوي عبدالکریم (شعیب) په مشرۍ؛ د ولایت مرستیال والي، د ولسوالیو ولسوالانو او همدارنګه د نورو رسمي ادارو استازو په ګډون، په ۲۵/ ۴/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د. . .

بیا په خبرونو کی