د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون مسئولینو ترمنځ اداري غونډه وشوه
د کابل ولایت د ښاري ابتدائیه محاکمو د اتم زون د عمومي رئیس محترم شیخ محمد حسن (عدیل) په مشرۍ؛ په ۶/ ۵/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه د قضائي او اداري چارو د لا ښهوالي او همغږۍ د تقویې په موخه اداري غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د یاد زون د ټولو دېوانونو رئیسانو، قضائي غړو، د تحریراتو آمر او اړوندو اداري کارکوونکو ګډون کړی و.
د غونډې په پیل کې د اتم زون عمومي رئیس ګډونوالو ته خپله اصلاحي او ارزښتناکه وینا وکړه وویل، د مراجعینو موضوعات او مشکلات په پوره اخلاص، ایماندارۍ او ټاکلي وخت حل کوئ.
دغه راز د اتم زون عمومي رئیس محترم شیخ محمد حسن (عدیل) د ناستې حاضرینو ته ټینګار وکړ، چې د تل په څېر ور سپارل شوې دندې او مسئولیتونه د شرعي احکامو او محاکمو د اصولو په رڼا کې ترسره کړي.
د غونډې په جریان کې، د محکمې د ټولو منسوبینو ترمنځ د کارونو په لا ښهوالي، د اداري چارو په روڼتیا او په ځانګړي ډول د مراجعینو د قضایاوو او اجراآتو په لا زیاتې چټکتیا باندې هر اړخیز او مفصل بحثونه او د نظرونو تبادله وشوه.
ګډونوالو ژمنه وکړه، چې د کارونو د چټکتیا لپاره به له هېڅ راز هلو ځلو ډډه نه کوي.
غونډه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.
