د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

m_admin
شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۲۱
د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي محمود سید (مخلص)، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو او اړوند ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له قاضي صاحبانو سره د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه، په ۱۰ /۵ /۱۴۴۸هـ ق اداري غونډه وکړه.
یاده اداري غونډه د مرافعه محکمې د مدني دېوان مفتي مولوي فضل الحق (حنفي) له‌خوا د قرآنکریم د مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د مرافعه محکمې عامه امنیت دېوان رئیس مولوي عبدالله (عمري) غونډې ته د قضاء د اهمیت په اړه لنډه او هر اړخیزه وینا وکړه.
د غونډې په دوام د مرافعه محکمې د جزا دېوان رئیس الحاج مولوي محمد (مختاري) خپله وینا وکړه، چې د قضاء پر اهمیت سربېره یې پر قضائي چارو د عامو مسلمانانو د باور زیاتولو په اړه هم لازمې سپارښتنې وکړې، تر څو په قضاء باندې د عامو خلکو باور لا قوي شي.
دغه راز د مرافعه محکمې عمومي رئیس د محاکمو قضاتو ته په قضائي او اداري چارو کې د اخلاص، صداقت او ایماندارۍ په اړه خبرې وکړې، د کارکوونکو او د امنیتي قطعې د مجاهدینو د اصلاح په اړه یې لازمې توصیې وکړې، تر څو له مراجعینو سره نېک چلند وکړي، د محاکمو قاضي صاحبانو ته یې وویل، چې محاکم د ټولو اشخاصو لپاره د عدل او انصاب ځای دی، حتی که یو غیر مسلم او فاسق اشخاص محاکمو ته هم مراجعه وکړي، باید د خپل حق د ترلاسه کولو ډاډ یې حاصل شي.
نوموړي د محاکمو قضاتو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله‌تعالی) د فرامینو او حکمونو او د سترې محکمې عالي مقام د متحدالمآلونو په عملي کولو ټینګار وکړ او یو شمېر نور مهم موضوعات يې هم له قضاتو سره شریک کړل.
غونډه د مرافعه محکمې د جزا دېوان د مفتي مولوي میرآقا (ذبیح الله خالد) په دعاء ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۴:۳۷
Background image

د سترې محکمې نظامي معاونیت اړوند د غایبو اشخاصو د منقول او غیر منقول ملکیتونو د بررسۍ ریاست (۲۵) کارکوونکو ته شپږ ورځنی روزنیز سیمینار ورکړل شو

د سترې محکمې د کارکوونکو چارو عمومي ریاست اړوند د اجراآتو اروزنې او ظرفیت لوړونې ریاست له‌خوا د سترې محکمې نظامي معاونیت اړوند د غایبو اشخاصو د منقول او غیر منقول ملکیتونو د بررسۍ ریاست. . .

شنبه ۱۴۰۵/۸/۹ - ۱۱:۲۱
Background image

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې رئیس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

د پکتیکا ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس محترم مفتي محمود سید (مخلص)، د مرافعه او ښاري ابتدائیه محاکمو او اړوند ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له قاضي صاحبانو سره د یو لړ مهمو موضوعاتو په اړه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۸/۶ - ۱۳:۳۷
Background image

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د جزا دېوان عمومي رئیس د (۸) جزائي دوسیو په اړه د وروستیو څېړنو د بشپړولو په موخه درېیو ولایتونو ته رسمي سفر وکړ

د سترې محکمې د مرکزي تمیز عالي ریاست د جزا دېوان عمومي رئیس محترم مفتي عتیق الله (دروېش)، د مفتي محمد (حصین) او مفتي عبدالرحمن (مفتي‌زاده) په ملتیا، د ۱۴۴۸هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې. . .

بیا په خبرونو کی