د کندهار ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۶۴۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۶۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کندهار ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۷/ ۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۲۹ /۷ / ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۶۴۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۸۶۱) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د کندهار ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۴۰) حقوقي دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۲۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۷۵) دوسیې فیصله شوې، (۴۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
په جزائي برخه کې:
د کندهار ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۰۲) جزائي دوسیې ته رسېدنه کړې ده.
له دې جملې څخه د (۱۴۰) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۱) دوسیې فیصله شوې، (۳۱) دوسیې مکتوبي مستردې شوې دي.
د وثيقو برخه کې:
د کندهار ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۸۶۱) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.