د زابل ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۷۹) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴) وثیقې هم اجرا کړې دي
د زابل ولایت د مرافعه، ښاري ابتدائیه، نظامي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په دوو اونيو کې (له ۱ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق څخه تر ۱۵ / ۳ / ۱۴۴۸هـ ق) نېټې پورې (۱۷۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۴) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۱۸۵) حقوقي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۵۴) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۵۲) دوسیې فیصله شوې، (۶) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
په دوو اونيو کې (۷۶) جزائي دوسیې محاکمو ته راجع شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۷) دوسیې فیصله شوې، (۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د زابل ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۴) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.
