د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۱۰ - ۱۱:۰
د زابل ولايت مرافعه محکمې رئيس د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه ليدنه وکړه

د زابل ولایت د مرافعه محکمې رئيس محترم مفتي عبدالجلیل (سفیان) او ورسره مل پلاوي په ۱۴۴۶/۷/۲۱ هـ ق نېټه، د ياد ولايت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پيل کې د مرافعه محکمې رئيس زندانیانو ته اصلاحي وینا وکړه وویل، د اسلامي نظام مسؤولین له تاسو سره کومه اساسي دښمني نه لري، ستاسو خادمان او ستاسو د هوسا ژوند او اصلاح لپاره شپه او ورځ کار کوي او تاسو ټول دلته د خپلو کړنو او اعمالو د اصلاح په موخه راوړل شوي یاست.
محترم مفتي سفيان زیاته کړه، دا چې زندان د پخوا په څېر د شکنجو او تعذيب ځای نه؛ بلکې علمي مرکز جوړ شوی نو د خپلو ناسمو کړنو څخه الله تعالی ته توبه وباسئ.
ورپسې ياد پلاوي په زندان کې له ټولو بلاکونه څخه لیدنه وکړه او د زندانیانو ستونزې یې په جلا جلا توګه واورېدې. 
دغه راز زندانیانو هم له ياد پلاوي مننه وکړه چې وخت پر وخت د دوی د حال پوښتنه کوي او د زندان د مسؤولينو له چلند څخه يې خوښي څرګنده کړه چې دوی ته یې د تعلیم او روغتيا تر څنګ کتابتون جوړ کړی او د حرفوي زده کړو زمینه یې هم ورته برابره کړې ده.
د ليدنې په پای کې زندانیانو ته ډاډ ورکړل شو چې ستونزو ته به يې رسېدنه وشي او دوسيې به يې په عدالت او انصاف سره په شفاف ډول څېړل کېږي.

تازه خبرونه

یکشنبه ۱۴۰۵/۲/۶ - ۱۱:۱۱
Background image

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د شوال المکرم میاشتې د فعالیتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د تدقیق او مطالعاتو عمومي ریاست اړوند قضائي تدقیق ریاست د روان ۱۴۴۷هـ ق کال د شوال المکرم میاشتې په جریان کې د (۸۹) بېلابېلو موضوعاتو په اړه تدقیقي نظریات ورکړي؛ چې په دې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۴:۳۰
Background image

د سترې محکمې د قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې قضائي معاونیت د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې عمده فعالیتونه په لاندې ډول دي:
1.    د افغانستان اسلامي امارت له بېلابېلو ادارو څخه په مجموع کې (۶۲۵) مکتوبونه د هدایت غوښتنې. . .

شنبه ۱۴۰۵/۲/۵ - ۱۳:۲۷
Background image

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېیمې ربعې د فعاليتونو لنډ راپور

د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې د یاد ریاست په تالار کې، د محاکمو (۸۴) جدید الشمول علماء کرامو او د بدخشان او فاریاب ولایاتو د محاکمو (۷) برحال. . .

بیا په خبرونو کی