د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۰۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲ - ۱۴:۱۵
د کابل د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې (۱۰۶) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولایت د مرافعه محکمې دېوانونو په دوو اونيو کې له (۱/۳/۱۴۴۶هـ ق څخه تر ۱۵/۳/۱۴۴۶هـ ق نېټې) په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۱۰۶) دوسيو ته رسېدنه کړې، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
۱- د دې محکمې د جزا دېوان:
د جزا دېوان ته په دوو اونیو کې (۵۱) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيې فيصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۲ـ د دې محکمې د عامه امنیت دېوان:
د عامه امنيت دېوان ته په دوو اونیو کې (۹) دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱) دوسیې په تړاو قضائي قرار صادر شوی، (۱) دوسیه فیصله شوې، (۲) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۳ـ د دې محکمې د نظامي منسوبینو دېوان:
د نظامي منسوبينو دېوان ته په دوو اونیو کې (۱۰) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۴) دوسیو په تړاو قضائي قرار صادر شوی، (۱) دوسيه فيصله شوې، (۳) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۴ـ د دې محکمې مدني دېوان:
مدني دېوان ته په دوو اونیو کې (۴۰) دوسیې وارد شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱) دوسيه فيصله شوې، (۸) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
۵ـ د دې محکمې تجارتي دېوان:
تجارتي دېوان ته په دوو اونیو کې (۳۶) دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲) دوسيې فيصله شوې، (۷) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۵ - ۱۵:۴۴
Background image

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس د یاد ولايت له زندان څخه ليدنه وکړه

د لغمان ولایت مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن (فایز) په مشرۍ يو ګډ هيئت، چې د لغمان او لوېدیځ نورستان د نظامي محکمې رئیس، د مرافعه محکمی د جزا دېوان رئیس او د ښاري ابتدائیه. . .

بیا په خبرونو کی