د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۱۷۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۵/۲/۷ - ۱۰:۱۳
د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۱۱۷۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ولايت ښاري ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (له ۱۶/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۱۷۱) دوسيو ته رسېدنه کړې ده، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۴۶۸) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۷۹) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۷۲) دوسیې فیصله شوې، (۹۳) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۲ـ په حقوقي برخه کې:
د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۴۳) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۸۶) دوسیې فیصله شوې،(۲۵) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
۳ـ په تجارتي برخه کې:
 د کابل ولايت ښاري ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۷۵) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۵۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۴) دوسیې فیصله شوې، (۴۲) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.

تازه خبرونه

شنبه ۱۴۰۵/۳/۳۰ - ۱۱:۴
Background image

د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د کاپیسا ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې د عمومي ریاست یوه مؤظف هيئت د محترم مولوي سیف‌الرحمن (ذاکر) په مشرۍ، چې مولوي شمس الدین (احدي) او مولوي رحمان الدین (ایشان) يې غړيتوب. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۳/۲۷ - ۱۵:۴۷
Background image

د ستری محکمی د جنوب لوېدیځ زون قضائي مرستیال روزګان ولایت ته سفر وکړ

د سترې محمکې د جنوب لوېديځ زون قضائي مرستیال محترم شیخ نورالله (منیر) صاحب، د نظامی معاونیت د قضائي غړو مولوي محمدهاشم (الهام) او مفتي فضل الله (عاصم)، د قضائي تفتیش عمومی ریاست غړو شیخ. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۳/۲۶ - ۱۰:۳۹
Background image

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې رئيس په مشرۍ غونډه وشوه

د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائيه محکمې رئیس محترم مولوي سلطان محمد (رباني) په مشرۍ، په ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق نېټه له قضائي غړو سره د یو شمېر کاري موضوعاتو د حل او فصل لپاره ځانګړې غونډه وشوه.
غ. . .

بیا په خبرونو کی