د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

m_admin
شنبه ۱۴۰۴/۱۲/۲۳ - ۱۰:۱۵
د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئيس د یاد ولايت د امارتي ادارو له مسؤولينو سره وکتل

د لغمان ولایت مرافعه محکمې رئیس الحاج شیخ سخي الرحمن فایز (فیروزکوهي)، د ښاري ابتدائیه محکمې رئيس، د یاد ولایت له مستوفي، د کرنې او مالدارۍ، عدلیې، کانونو او پټرولیم له رئيسانو، د  ښار جوړونې او ښاروالۍ له استازو سره، په ۲۲/ ۹/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه لیدنه وکړه.
د ليدنې په پیل کې د مرافعه محکمې رئیس راغلو مېلمنو ته ښه راغلاست ووایه او د عالیقدر امیرالمؤمنین (حفظه‌الله تعالی) د ۱۸/۶/۱۴۴۷ نېټې،  (۱۶۰۲/۴۱۵۹) ګڼې فرمان د تطبیق په اړه یې معلومات وړاندې کړل وویل، په دغه فرمان کې د ټول افغانستان په کچه د محاکمو لپاره د دفترونو او قاضي صاحبانو لپاره د کورونو د ځمکې ټاکل او د تعمیرونو جوړولو سپارښتنه شوې ده.
همداراز د مرافعه محکمې رئيس دا یو نېک اقدام وباله او وویل چې په دې سره به په راتلونکي کې د محاکمو د تعمیرونو اړوند ډېرې ستونزې حل شي.
په وروستيو کې د غونډې ګډونوالو د پوره همکارۍ ډاډ څرګند کړ او لیدنه د دعاء په ویلو پای ته ورسېده.

تازه خبرونه

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۴:۲
Background image

د خوست ولایت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۸۹) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۳۱) وثیقې هم اجرا کړې دي

د خوست ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، اختصاصي او د ټولو ولسواليو ابتدائيه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۳۰/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۳۸۹) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۲۳۱). . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۳:۴۷
Background image

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال د درېيمې ربعې لنډ راپور

د سترې محکمې دعوت او ارشاد ریاست د ۱۴۴۷هـ ق کال په درېیمه ربعه کې لاندې عمده فعاليتونه ترسره کړي دي:
۱ـ هره ورځ د سهار له لمانځه وروسته د سترې محکمې د محافظتي قطعې مجاهدینو ته د. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۱۶ - ۱۰:۳۲
Background image

د کابل ښار د سندونو او وثیقو د ثبت شپږو آمریتونو په دوو اونيو کې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثیقې اجرا کړې دي

د کابل ښار د سندونو او وثيقو د ثبت شپږو آمريتونو په دوو اونيو کې (له ۱/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۱۶/ ۱۱/ ۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې (۱۱۵۲) بېلابېلې وثيقې اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
. . .

بیا په خبرونو کی