د غزني د مرافعه محکمې د سرپرست رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
په ٢٩/ ۱۰/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د غزني ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس محترم مولوي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ، د یادې محکمې د ټولو قضائي غړيو، د ښاري محکمې د رئیس او قضائي غړيو په ګډون اداري غونډه وشوه.
یاده غونډه د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د غزني ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس ټولو ګډونوالو ته لازمې او اړینې لارښوونې وکړې.
د مرافعه محکمې رئيس ګډنوالو ته په خطاب کې وويل چې په خپلو قضائي چارو کې لاندې سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړئ:
1. کومه فیصله چې صادرېږي باید تر ابلاغ مخکې ښه په دقت وکتل شي، که کومه اداري یا املايي ستونزه ولري، هغه دې اصلاح او بیا دې ابلاغ شي.
2. په جزائي دوسیو کې د دارالانشاء عمومي ریاست د ۱۴۴۵هــ ق کال د (۲۸) نمبر متحد المآل ضمیمه استعلامونه حتمي دي، باید مدعي العموم مکلف شي چې دوسیه تکمیل کړي، بیا یې دې محکمې ته وسپاري.
3. ټولې دوسيې باید په پوره زغم او ترتیب سره حل او فصل شي، ازدحام عذر نه دی.
4. کومه فیصله چې د لوړ مقام لخوا نقض شي، ټولې نیمګړتیاوې یې باید په ښه دقت اصلاح شي او د هغوی لخوا په ګوته شوي نواقص په اصلاح شوې فیصله کې درج شي.
5. له توقیف خونو او اړونده محبسونو څخه باید په اوونۍ کې یو ځل لیدنه وشي، د بندیانو د وضعیت معلومولو سربېره دې د هغوی روغتیايي وضعیت ته پوره پاملرنه وشي.
6. له مراجعینو سره باید ښه چلند وشي.
7. ټول قاضي صاحبان دې له نورو امارتي ادارو سره د محاکمو د لایحې د (۱۳) مې مادې د هدایت مطابق حسنه روابط ولري او له هغوی سره دې وخت نا وخت ناسته کوي.
د غونډې په دوام ټولو ګډونوالو د پورته سپارښتنو د تطبیق ژمنه وکړه او خپلې غوښتنې يې د مرافعه محکمې له سرپرست رئيس سره شريکې کړې او د مرافعه محکمې لخوا د يادو غوښتنو د پوره کولو ډاډ ورکړل شو.
غونډه د مرافعه محکمې د مدني دېوان د رئیس مولوي صلاح الدین حقاني په دعاء پای ته ورسېده.