د کابل ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۴۳۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده
د کابل ښار د ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۱۰/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۴۳۵) دوسيو ته رسېدنه کړې چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په جزائي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۲۰۶) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۰۵) دوسیې فیصله شوې، د (۴۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۳۱) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په حقوقي برخه کې:
د کابل د ابتدائیه محکمې اړوند څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۹۷) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۸) دوسیې فیصله شوې، د (۱۴۵) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۲۵) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د کابل ښار د ابتدائیه محاکمو څلورو زونونو ته په دوو اونيو کې (۱۱۷) تجارتي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه (۱۰) دوسیې فیصله شوې، د (۵۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴) دوسيې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.