په خوست ولایت کې پنځو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۳/۲/۶ - ۱۱:۲۹
په خوست ولایت کې پنځو متهمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

په ۱۵ /۱۰ /۱۴۴۵هـ ق نېټه د خوست ولایت د اسمعیل خېلو د ابتدائیه محکمې د پرېکړی په اساس پنځو کسانو ته چې په قطاع الطریقۍ، غلا او اخلاقي فساد متهم وو، په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د یادو متهمینو له جملې څخه یو متهم پر پنځه کاله تنفیذي بند او (۳۹)دُرې تعزیري سزا، دویم متهم پر درې کاله تنفیذي بند او (۳۹) دُرې تعزیري سزا، درېیم او څلورم متهمین پر ۸ میاشتې تنفیذي بند او (۳۰) دُرې تعزیري سزا، پنځم متهم پر څلور کاله تنفیذي بند او (۳۹) دُرې تعزیري سزا محکوم شوی و.

د تعزیري سزا دغه حکم د خوست ولایت د اسمعیل خېلو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په انګړ کې په داسی حال کې پر متهمینو تطبیق شو چی د خوست د مرافعه محکمې عمومي رئيس الحاج مولوي امین الله (منیب)، د یاد ولایت د امربالمعروف رئیس، د اسمعیل خېلو ولسوالۍ ولسوال او امنیه قوماندان او د یادې ولسوالۍ ټول ملکي او نظامي منسوبینو حضور درلود.

یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر متهمینوتطبیق شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۷:۱۶
Background image

د میدان وردګ ولایت د دايميرداد ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې په هڅو د قتل موضوع حل شوه

د میدان وردګ ولایت د دایمیرداد ولسوالۍ ا‌‌ړوند د فولادي او کوډي په کلیو کې شپږ کاله وړاندې د قتل له امله د دوو کورنیو ترمنځ دښمني رامنځته شوې وه.
 یاده شپږ کلنه دښمني د دایمیرداد. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۴:۱۵
Background image

پکتيا ولايت کې درې متهمينو ته تعزيري سزا ورکړل شوه

نن د دوشنبې ورځ د شوال المکرم (۲۷) مه نېټه د پکتیا ولایت د احمدآبا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د پرېکړې په اساس درې تنو ته چې په بې عزتۍ، توهين او غلا متهم وو، تعزيري سزا ورکړل شوه.
د يادو. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۱۷ - ۱۱:۱۱
Background image

د کابل ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې (۴۳۵) دوسيو ته رسېدنه کړې ده

د کابل ښار د ابتدائيه محکمې اړوند څلورو زونونو په دوو اونيو کې له (۱/ ۱۰/ ۱۴۴۵هـ ق نېټې څخه تر ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۵ هـ ق) نېټې پورې په جزائي، حقوقي او تجارتي برخو کې (۴۳۵) دوسيو ته رسېدنه کړې. . .

بیا په خبرونو کی