لوګر ولايت کې يوه متهم ته تعزيري سزا ورکړل شوه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۲/۵ - ۱۰:۶
لوګر ولايت کې يوه متهم ته تعزيري سزا ورکړل شوه

په ۱۴ /۱۰ /۱۴۴۵ هـ ق نېټه د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې د پرېکړې په اساس یو تن ته چې په زنا متهم و، په عام محضر کې (۳۰) دُرې تعزيري سزا ورکړل شوه.
په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د امارتي ادارو پر مسؤولینو سربېره د یادې ولسوالۍ ګڼ شمېر سپین ږیرو او ځوانانو ګډون درلود.
یادې غونډې ته د لوګر ولایت د محمدآغې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې قاضي اصلاحي وينا وکړه وویل، د حدودو او تعزیراتو په تطبیق سره امن، خیر او د ټولنې اصلاح راځي، په ټولنه کې عفت او مصؤنیت حاکم ګرځي او د فساد مخه نیول کېږي.
 د ابتدائيه محکمې ياده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر متهم تطبیق شوه.

تازه خبرونه

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۷:۴
Background image

د غزني د مرافعه محکمې د سرپرست رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه

په ٢٩/ ۱۰/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د غزني ولایت د مرافعه محکمې سرپرست رئیس محترم مولوي محمد مبین (الطاف) په مشرۍ، د یادې محکمې د ټولو قضائي غړيو، د ښاري محکمې د رئیس او قضائي غړيو په ګډون اداري. . .

دوشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۴ - ۱۶:۵۷
Background image

پکتيکا ولايت کې يوه متهم ته تعزيري سزا ورکړل شوه

نن د دوشنبې ورځ (۴/ ۱۱/ ۱۴۴۵هـ ق) نېټه د پکتیکا ولايت د وازې خوا ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د حکم په اساس يو تن ته چې په غلا متهم و؛ تعزیري سزا ورکړل شوه.
د وازې خوا ولسوالۍ د ابتدائيه. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۲/۲۳ - ۱۴:۱۲
Background image

د لغمان ولایت د مرافعه محکمې نوی رئيس معرفي شو

په ۲/ ۱۱/ ۱۴۴۵هـ ق نېټه د لغمان ولايت د مرافعه محکمې د نوي رئيس محترم مولوي عبدالکریم (حقاني) د پېژندنې او معرفت غونډه وشوه.
په دې غونډه کې د لغمان ولایت مرستیال والي مولوي اختر محمد. . .

بیا په خبرونو کی