د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۳۶۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
اثنين, ديسمبر 08 2025 12:11 مساء
د کابل ولايت محاکمو په يوه میاشت کې (۳۳۶۱) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۱۷) وثیقې هم اجرا کړې دي

د کابل ولايت مرافعه، ښاري ابتدائيه، د وثايقو آمريتونو او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو د ۱/ ۵/ ۱۴۴۷ هـ ق څخه ۲۹ /۵ / ۱۴۴۷ هـ ق نېټې پورې (۳۳۶۱) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۸۱۷) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
د جزائي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې د جزائي دوسیو په برخه کې (۱۷۶۵) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د حقوقي دوسیو په برخه کې: 
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې د حقوقي دوسیو په برخه کې (۸۲۷) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د تجارتي دوسیو په برخه کې:
د کابل ولایت ټولو محاکمو په يوه مياشت کې د تجارتي دوسیو په برخه کې (۷۶۹) دوسیو ته رسېدنه کړې ده.
د وثیقو په برخه کې:
د کابل ښار د وثیقو او سندونو د ثبت آمریتونو او د ولسوالیو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (۲۸۱۷) بېلابېلې وثیقې اجرا‌‌ کړې دي.

Latest news

ثلاثاء, ديسمبر 02 2025 11:58 صباحا
Background image

تنفيذ حكم الله (القصاص) في قاتل بمحافظة خوست

بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله وكفى، والصلاة والسلام على عباده الذين اصطفى، أما بعد:
قال الله تبارك وتعالى: ﴿وَلَكُمْ فِي الْقِصَاصِ حَيَاةٌ يا أُولي الألباب لَعَلَّكُمْ تَتَّقُونَ﴾. . .

ثلاثاء, نوفمبر 25 2025 3:31 مساء
Background image

بتوجيه من قاضي القضاة ورئيس المحمكة العليا، أُفرج عن (٧٥٢١) سجينا أو خفضت مدد حبسهم

بتوجيه من السلطة العليا القضائية في إمارة أفغانستان الإسلامية، وبعد زيارة وإشراف من قبلِ لجنة مكلفة، أُفرِج عن (٣٢٠٤) سجينٍ مستحقّ، وخُفضت مدد الحبس عن (٤٣١٧) آخرين ممن استحقّوا التخفيف. . .

أربعاء, مايو 14 2025 3:56 مساء
Background image

عقد اجتماع قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في محافظة كابل

عقد قاضي القضاة ورئيس المحكمة العليا في إمارة أفغانستان الإسلامية، فضيلة الشيخ عبد الحكيم (الحقاني)، اليوم الأربعاء (١٦/ ۱۱/١٤٤٦ هـ ق) اجتماعاً مع مسؤولي محكمة المدينة الابتدائية في. . .

BACK TO NEWS