په ننګرهار ولايت کې (۱۶) مجرمینو ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د ننګرهار ولايت ښاري ابتدائیه محکمې د پرېکړې له مخې د دوو ښځو په ګډون (۱۶) کسانو ته د نامشروع اړيکو، له کوره د تېښتې، نشه يي توکو او الکولي مشروباتو د استعمال، پېر او پلور په جرمونو، په ۲۹/ ۷/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
ابتدائيه محکمې یاد مجرمين له ۱۰ څخه تر ۳۹ دُرو پر تعزیري سزا محکوم کړي وو؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرمينو تطبيق شوه.
د تعزیري سزا حکم د محاکمو د مسؤولينو او عامو خلکو په شتون کې پر مجرمينو تطبيق شو.
