په روزګان ولايت کې يوه مجرم ته تعزیري سزا ورکړل شوه
د روزګان ولايت مرافعه محکمې جزا دېوان د پرېکړې له مخې يو کس ته پلار ته د ښکنځلو او سپکاوي په جرم؛ په ۱۷/ ۸/ ۱۴۴۷ هـ ق نېټه تعزیري سزا ورکړل شوه.
د جزا دېوان ياد مجرم په پنځه میاشتې تنفيذي بند او ۳۰دُرو تعزیري سزا محکوم کړی و؛ چې یاده پرېکړه د سترې محکمې عالي مقام له تائيد وروسته پر مجرم تطبيق شوه.
