د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۸۷۷) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۶) وثیقې هم اجرا کړې دي
د هلمند ولايت مرافعه، ښاري ابتدائیه او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې (له ۱۴۴۷/۱۰/۱هـ ق څخه تر ۱۴۴۷/۱۰/۳۰هـ ق) نېټې پورې (۸۷۷) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۲۹۶) وثيقې هم اجرا کړې دي؛ چې جزئيات يې په لاندې ډول دي:
په حقوقي برخه کې:
د هلمند ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۵۵۴) حقوقي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۸۳) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۵) دوسیې فیصله شوې، (۲۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د هلمند ولايت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۵۴۴) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۰۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۵۴) دوسیې فیصله شوې، (۱۰) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د هلمند ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۲۹۶) بېلابېلې وثیقې هم اجرا کړې دي
