د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په دوو اونيو کې د (۳۳) وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي
د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په دوو اونيو کې (له ۱۳ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د (۳۳) بېلابېلو وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړې دي.
یاد کمېسیون د ټولو هغو وثیقو د تصحېح لپاره د سترې محکمې عالي مقام پر هدایت جوړ شوی چې مخکې د کابل ولایت په ټولو محاکمو کې ترتیب شوې وي او یادو وثیقو د ترتیب پر مهال په سمه توګه نه وي ډکې شوې، یا هم د وثیقو د ذی النفع شخص په نورو اسنادو کې د تغیراتو په راتګ سره د یاد شخص وثیقه تصحېح ته اړتیا ولري.
د یادونې وړ ده چې یاد کمېسیون په اونۍ کې یو ځل د مرافعه محکمې عمومي رئیس په مشرۍ غونډه کوي او یادو وثیقو ته په نوبت سره رسېدنه کېږي.
