د کابل ولایت مرافعه محکمې وثیقو د تصحېح کمېسیون په یوه میاشت کې (۵۹) د وثیقو د تصحېح قرارونه صادر کړي
د کابل ولایت مرافعه محکمې د وثیقو د تصحېح کمېسیون په یوه میاشت کې (له ۱ /۱۲ /۱۴۴۷هـ ق څخه تر ۲۹ /۱۲ /۱۴۴۷هـ ق) نېټې پورې د (۵۹) بېلا بېلو وثیقو په اړه د تصحېح قرارونه صادر کړي دي.
یاد کمېسیون د ټولو هغو وثیقو د تصحېح لپاره د سترې محکمې عالي مقام د هدایت په بنسټ جوړ شوی؛ چې مخکې د کابل ولایت په ټولو محاکمو کې ترتیب شوې او یادي وثیقې د ترتیب پر مهال په سمه توګه ډکې شوې نه وي، یا هم د وثیقو د ذی النفع شخص په نورو اسنادو کې د تغیراتو په راتګ سره د یاد شخص وثیقه تصحېح ته اړتیا ولري.
