د زابل ولايت د مرافعه محکمې د رئيس په مشرۍ اداري غونډه وشوه
د زابل ولايت د مرافعه محکمې رئيس محترم شیخ غلام حضرت ابوالمنذر (زاهدي) په مشرۍ، د مرافعه محکمې د ټولو دېوانونو د قاضي صاحبانو او قضائي غړو په ګډون، په ۲۶/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق نېټه اداري غونډه وشوه.
د غونډې په پيل کې د قضائي کارکوونکو د تعرف ترڅنګ د فيصلو په تنظيم او ترتيب هم مفصل بحث وشو، تر څو د فيصلو ترتيب د اصولو له مخې په داسې بڼه وشي، چې د لوړو محاکمو له لوري د تائيد وړ وي او د محاکمو د مراجعينو د کارونو له ځنډ او خنډ او د وخت له ضایع کېدو څخه مخنيوی شوی وي.
همداراز د چارو ښه او پر وخت ترسره کولو په موخه د غونډې ګډونوالو ته لازم هدايات وشول.
د غونډې په پای کې په ګڼو نورو متفرقو موضوعاتو بحث وشو او د هغو د حل لپاره مناسب تصاميم ونيول شول.
