د قضائي پلټنې عمومي ریاست د تفتیش مسلکي غړو د پکتیکا ولایت له محاکمو او مرکزي زندانه لیدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۱/۹/۲۱ - ۹:۳۶
د قضائي پلټنې عمومي ریاست د تفتیش مسلکي غړو د پکتیکا ولایت له محاکمو او مرکزي زندانه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې عمومي ریاست د خپل تفتیشي پلان له مخې د یاد ریاست د قضائي پلټونکو څخه جوړ درې کسیز پلاوي چې په ترکیب کې یې مولوي عبیدالله (جمالي)، مولوي عبدالوارث (سعید) او مولوي عبدالبصیر (غزنوي) شتون درلود.

یاد پلاوي د 1444 هجري قمري کال د ربیع الثاني میاشتې په 26مه نېټه پکتیکا ولایت ته د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنې او بررسۍ په موخه سفر وکړ.

د قضائي تفتیش دغه پلاوي لومړۍ د پکتیکا د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل، ورپسې یې د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (21) ولسوالیو د ابتدائیه شرعي محاکمو، د پکتیکا له ښاري محاکمو له ریاست او اړونده دېوانونو او د مرافعه محکمې له اړوند دېوانونو څخه جلا،جلا لیدنه وکړه.

دغه پلاوي د قضائي تفتیش بهیر پر مهال د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخېزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي غړو او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي  اړخونو په تړاو یې بشپړ معلومات ترلاسه کړل، د چارو د لا بهبود لپاره یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

قضائي تفتیش دغه پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، د کار پر وړاندې شته خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره نوټ کړې. په لومړي قدم کې یې د ښاري محکمې په دېوانونو کې شته ستونزې د ښاري محکمې له رئیس سره شریکې کړې، ورپسې یې د ستونزو د هواري او نیمګړتیا وو د اکمال په اړه د پکتیکا ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټولې ستونزې یې په جلا، جلا توګه ورسره شریکې کړې.

دغه راز یاد پلاوي د بندیانو د وضعیت د څېړلو په موخه د پکتیکا ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد زندان اړوند نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت او وضعیت یې له ځان سره نوټ او بیا یې له اړونده محاکمو سره شریک کړل.

د پلټنې دغه پلاوي د خپل سفر په پای کې د پکتیکا ولایت له محترم والي سره وکتل او د محاکمو د فعالیتونو د لاښه پرمختګ او د ځینو مربوطه ستونزو د حل په اړه یې د هغوی نظرونه واورېدل.

د قضائي تفتیش د پلټنې پلاوی د 1444 هجري قمري کال د جمادی الاول میاشتې په 12مه نېټه بېرته کابل ته راغی او د خپل سفر ټول راپور او معلومات یې د سترې محکمې له محترم مقام سره شریک کړل.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۵۰
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پروان از آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن محکمه مرافعه بازدید نمود 

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعه ولایت پروان، به تاریخ 15/1/1448هـ ق از دفاتر کاری آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن محکمه مرافعه بازدید به عمل آورد. 
رئیس محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۱۳
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محکمه ابتدائیه ولسوالی دره آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر، با همراهی مولوی صبغت الله (مجددی) رئیس دیوان جزای مرافعه، مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه آن محکمه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۵۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز جلسۀ رؤسای دواوین دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، آمر ثبت اسناد و وثایق، به تاریخ  9/1/1448 هـ ق، جلسۀ رؤسای دواوین دایر. . .

بازگشت به اخبار