د قضائي پلټنې عمومي ریاست مسلکي غړو د پکتیا ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۱/۹/۲۹ - ۱۱:۱۲
د قضائي پلټنې عمومي ریاست مسلکي غړو د پکتیا ولایت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت او د قضائي تفتیش د عمومي رئیس محترم مفتي محمد ابراهیم جان (ابوالحافظ) په لارښوونه د یاد ریاست د قضائي غړو څخه جوړ درې کسیز پلاوي چې په ترکیب کې یې د دغه ریاست معاون محترم حافظ مولوي عبدالولي (محمود)، مولوي سیف الرحمن (ذاکر) او مولوي عبدالولي (مصباح) شامل وو، د 1444 هجري قمري کال د جمادي الاول میاشتې  په جریان کې د پکتیا ولایت اړوند ټولو محاکمو د تېرو فعالیتونو او اجراآتو د تفتیش په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.

یاد پلاوي د خپل سفر په پیل کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې له رئیس سره وکتل، ورپسې یې د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (14) ولسوالیو د ابتدائیه شرعي محاکمو، د پکتیا د ښاري محکمې له ریاست او اړوند دېوانونو او د مرافعه محکمې اړوند دېوانونو څخه جلا، جلا لیدنه وکړه.

دغه پلاوي د پکتیا ولایت د محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي غړو او اداري کارکوونکو د چلند او مسلکي اړخونو په اړه یې بشپړ معلومات وکړل او د چارو د لا ډېر بهبود په موخه یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

د سترې محکمې دغه قضائي پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، د کارونو پر مخ شته خنډونه او لوژستیکي نېمکړتیاوې له ځان سره ثبت کړل.

ورپسې یې د ښاري محکمې په دېوانونو کې شته ستونزې د دې محکمې له رئیس سره شریکې کړې او په دویم قدم کې يې د ستونزو دهواري، کاري موانعو د له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته ترسره کړه او ټول مشکلات یې په جلا، جلا توګه ورسره شریک کړل.

دغه راز یاد پلاوي د بندیانو د احوال او وضعیت د څېړلو په موخه د پکتیا ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه او د یاد زندان اړوند نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او نظرونه یې له ځان سره ثبت او له اړوند محاکمو سره شریک کړل.

او همدا راز مؤظف پلاوي د یاد ولایت د محاکمو له برحاله قضاتو څخه ازموینه واخیسته.

د سترې محکمې د قضائي تفتیش ریاست اړوند دغه پلاوي د خپل سفر په پای کې د پکتیا ولایت له محترم مرستیال والي سره وکتل، د محاکمو د فعالیتونو د لاښه  پرمختګ او د ځینو مربوطه ستونزو د حل برخه کې یې د هغوی نظرونه واورېدل.

د قضائي تفتیش د پلټنې پلاوي له لاسته راوړنو د دغه ډک سفر وروسته بېرته کابل ته راستون دغه سفر پر مهال د خپلو اجراآتو بشپړ راپور یې د سترې محکمې له مقام سره شریک کړ.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۵۰
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پروان از آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن محکمه مرافعه بازدید نمود 

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعه ولایت پروان، به تاریخ 15/1/1448هـ ق از دفاتر کاری آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن محکمه مرافعه بازدید به عمل آورد. 
رئیس محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۱۳
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محکمه ابتدائیه ولسوالی دره آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر، با همراهی مولوی صبغت الله (مجددی) رئیس دیوان جزای مرافعه، مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه آن محکمه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۵۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز جلسۀ رؤسای دواوین دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، آمر ثبت اسناد و وثایق، به تاریخ  9/1/1448 هـ ق، جلسۀ رؤسای دواوین دایر. . .

بازگشت به اخبار