د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د څمکنیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۰/۱۸ - ۹:۳۱
د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس او ورسره مل پلاوي د څمکنیو ولسوالۍ ابتدائیه محکمې ته سفر وکړ

د روان 1444 هـ ق کال د جمادی الثاني میاشتې په څلورمه نېټه د پکتیا د مرافعه محکمې عمومي رئیس الحاج مفتي عبیدالله (خالد) او ورسره مل پلاوي (د مرافعه محکمې د تحریراتو آمر قاري میرزامحمد رشیدي او د مرافعه محکمې اجرائیه مدیر ملنګ جان ملکزاده) د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې څخه لیدنه وکړه.

په دې لیدنه کې د پکتیا ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یادې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې له قاضي، مفتي او محرر سره وکتل، د دوی قضایي ستونزې یې واورېدې او د اجراآتو ارزونه یې وکړه.

د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې پر مسؤولینو سربېره د دې ولسوالۍ له ولسوال الحاج مولوي عزت الله (مخلص)، امنیه قوماندان، جنایي مدیر، د امربالمعروف مدیر، د حقوقو مدیر او د ولسوالۍ له نورو اداري کارکوونکو سره وکتل.

یادو مسؤولینو ته یې په ولسوالۍ کې د اسلامي شریعت پر تطبیق، ښې حکومتولۍ، د ادارو ترمنځ  پر همغږۍ، له خلکو سره په ښه رویه، د خلکو ستونزو ته په وخت سره رسېدنې او خلکو ته د سهولتونو پر برابرولو ټینکار وکړ.

په یاده ناسته کې یې د پکتیا ولایت د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې ریاست قضائي پرسونل ته جدي سپارښتنه وکړه چې د خلکو ستونزې او د عواوې اسلامي اصولو او د اسلامي امارت د محاکمو اصولو ته په کتو سره حل او فصل کړي، هېڅ فشار دې په ځان نه مني، د هېڅ فرد تر تاثیر لاندې دې نه راځي او حق دې حقدار ته وسپاري.

د سفر په پای کې د پکتیا د مرافعه محکمې رئیس د څمکنیو ولسوالۍ له مشرانو او اوسېدونکو سره وکتل، د هغوی ستونزې او شکایات یې واورېدل او د هغوی د مشکلاتو د حل ډاډ یې ورکړ، د ځینو کسانو شکایات یې وڅېړل او حل یې کړل.

 دغه راز د استیناف محکمې رئیس په خپلو خبرو کې وویل، هر کله چې تاسو ته د قضاء په برخه کې مشکل رامنځته کېږي، د مرافعه محکمې دروازه ستاسو پر مخ خلاصه ده، ستاسو ستونزې به د مرافعه محکمې ریاست لخوا اورېدل کیږي او د حل لاره به ورته لټول کېږي، د څمکنیو ولسوالۍ مشران او ولسونه د پکتیا د مرافعه  محکمې له رئیس نه خوښي څرګنده کړه او د زړه له تله یې د نظام د بقاء دعا وکړه.

په پای کې د څمکنیو ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې غړیو، ولسوال او نورو اداري مسؤولینو، د څمکنیو ولسوالۍ مشرانو او خلکو د مرافعه محکمې له رئیس او ورسره مل پلاوې څخه د زړه له تله مننه وکړه او د یاد سفر نتیجه یې مثبت وبلله.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو مجرم در ولايت غور تطبيق شد

به اساس فيصلۀ دیوان جزای محکمۀ مرافعۀ ولايت غور بالای دو تن به شمول يک زن به جرم فساد اخلاقی؛ امروز دوشنبه (مؤرخ ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
دیوان جزا مجرمين را به ۳۹ـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک مجرم در ولایت فاریاب تطبیق شد

به اساس فیصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ چهل‌گزی ولایت فاریاب بالای يک تن به جرم روابط نامشروع؛ امروز دوشنبه مؤرخ ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم را به يک سال حبس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۲۳
Background image

جلسۀ رؤسای دواوین محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ با اشتراک همه رؤسای دیوان‌های محکمۀ مرافعه و آمر ثبت اسناد و وثایق محکمۀ مرافعه، به تاریخ ۱۸ /۱۰ /۱۴۴۷ه‍ـ. . .

بازگشت به اخبار