د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست له ټولو اداري کارکوونکي ازموینه واخیسته

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۱۲/۷ - ۱۰:۵۱
د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست له ټولو اداري کارکوونکي ازموینه واخیسته

د پنجشبنې په ورځ چې د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د شعبان میاشتې له۲مې ڼېټې سره برابره ده د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست د یادې ادارې له ټولو کارکوونکو دیني ازموینه واخیسته.

د ازموینې په پیل کې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد رئیس محترم حافظ مولوي عبدالعزیز صاحب د دیني علومو د زده کړې د اهمیت او لازمیت په اړه اصلاحي بیان وکړ.

نوموړي ټولو کارکوونکو ته وویل، د دیني علومو زده کړه په هر مسلمان فرض ده، دعوت او ارشاد ریاست به له ابتداء تر لوړې کچې د سترې محکمې کارکوونکو ته دیني علوم ورزده کوي.

محترم حافظ مولوي عبدالعزیز صاحب ډاډ ورکړ چې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست د منظم تدریس په نتیجه کې به یوه ورځ ټول کارکوونکي تر ډېرې اندازې په  دیني علومو پوه وي.

ورپسې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست محترم مدرس مفتي ضیاءالحق صاحب د ازموینې ګډونوالو ته د ازموینې په اړه بشپړه لارښوونه او رهنمايي وکړه وویل، نننۍ ازموینه ډېره اسانه ده، په ارام فکر پوښتنې حل کړئ.

باید وویل شي چې د سترې محکمې اړوند د دعوت او ارشا ریاست د خپل پلان له مخې په اوونۍ کې د دوو ورځو اصلاحي بیانونو سربېره د سترې محکمې د مرکزي ریاستونو ټولو کارکوونکو ته د دیني علومو تدریس هم کوي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۱:۵۲
Background image

حکم جزای تعزیری بالای يک مجرم در ولايت غور تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ ولسوالی ساغر ولايت غور بالای يک زن به جرم فساد اخلاقی؛ امروز پنجشنبه مؤرخ ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمهٔ ابتدائیهٔ مجرم زن را به ۱۰. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۱۰:۴۲
Background image

حکم جزای تعزیری بالای (۱۷) مجرم و متهم در ولایت نیمروز تطبیق شد

به اساس فیصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ شهری ولایت نیمروز بالای (۱۷) تن به جرم لت وکوب پدر، روابط نامشروع و اتهام سرقت و لواطت، امروز پنجشنبه مٶرخ ۱۵ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبیق شد.
محک. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۳ - ۹:۵۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک متهم در ولايت بلخ تطبيق شد

به اساس فيصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ ولسوالی شورتپه ولايت بلخ بالای يک تن به اتهام فعل لواطت؛ امروز پنجشنبه مؤرخ ۱۵/ ۱۰/ ۱۴۴۷ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمهٔ ابتدائیهٔ متهم را به دو. . .

بازگشت به اخبار