د کابل د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت اړوند ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره وکتل

m_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۲/۲۰ - ۱۴:۱۴
د کابل د مرافعه محکمې رئیس د دغه ولایت اړوند ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو له رئیسانو سره وکتل

د روان ۱۴۴۴ هجري قمري کال د اتمې میاشتې په ۱۴مه نېټه د کابل ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي عبدالشکور (رشاد آخندزاده) د کابل ولایت د ۱۴ولسوالیو  د ابتدائيه محاکمو له رئیس صاحبانو سره د یادې محکمې په ریاست مقام کې تعارفي غونډه ترسره کړه.

غونډه د قرآن مجید د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې محترم مولوي رشاد آخندزاده له ښه راغلاست او معرفت وروسته د ښاغلو رئیسانو د کاري اجراآتو او ستونزو د بیانولو غوښتنه وکړه.

ښاغلو رئیسانو د خپلو ورځنیو کارونو، د کارکوونکو د کموالي، د محاکمو مسؤولینو ته د سهولتونو، یو شمېر ضروریاتو د نشتوالي او ځیني ماهوي ستونزو په هکله معلومات وړاندې کړل .

محترم مولوي رشاد آخندزاده د کابل ولایت په محاکمو کې د هر ډول ستونزو د موجودیت په صورت کې د یادو ستونزو د حل کولو په اړه د بشپړې همکارۍ ژمنه وکړه.

د مرافعه محکمې رئیس قضاتو ته په خطاب کې وویل، قضائیه ځواک  یو مستقل ارګان دی، هېڅوک حق نه لري چې په قضائي چارو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول لاسوهنه وکړي، قاضیان د هیڅ قانون او امر تابع نه دي مګر دا چې د اسلامی شریعت مطابق وي.

هغه زیاته کړه، خپلې ټولې قضائي کړنې د اسلامي شریعت پر بنسټ ترسره کړئ، ټول هغه قوانین او شکلي اجراآت چې د شریعت سره مخالف وي باید په جدي توګه ترې مخنیوی وشي، دوسیې باید په خلص توګه ترتیب شي او د غیر ضروري استعلامو څخه باید مخنیوی وشي، استفتاء او فتواء باید په رسمي ډول ترسره شي.

د کابل د مرافعه محکمې رئیس د غونډې په دوام د فیصلو لیکلو طریقې او ځینې نورو اړینو اجراآتو په هکله لارښوونې وکړې.

په پای کې تصمیم پر دې شو چې دغه ناستو ته به دوام ورکوو ان شاءالله.

غونډه په دعائیه سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی واحدالله (صدیقی) رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل، با اشتراک منسوبین قضائی، اداری و خدماتی زون دوم، به تاریخ 7 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

بازگشت به اخبار