د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د عدلیې او زراعت له رئیسانو او د امارت د قضایاوو او حقوقو له آمرینو سره وکتل

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۳/۴ - ۱۱:۱
د پکتیکا د مرافعه محکمې رئیس د عدلیې او زراعت له رئیسانو او د امارت د قضایاوو او حقوقو له آمرینو سره وکتل

د پکتیکاولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله«خالد» د روان ۱۴۴۴ هـ ق کال د ۱۱مې میاشتې په ۳مه نېټه د یاد ولایت د عدلیې او زراعت له رئیسانو او د امارت د قضایاوو او حقوقو له آمرینو د ځينې مربوطه موضوعاتو په تړاو د بحث لپاره ناسته وکړه.

غونډه د حقوقو د آمر محترم مولوي محمدعیسی لخوا د قرآن عظیم الشان د مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه؛ ورپسې د پکتیکا د محاکمو عمومي رئیس محترم الحاج مفتي عبیدالله «خالد» هر اړخیزه او عالمانه وینا وکړه وویل، د خلکو د حقونو د ضایع کېدو د مخنیوي په موخه دغه ډول ناستې ضرور دي.

د مرافعه محکمې رئیس د عدلیې له رئیس سره د عریضه لیکونکو د غلطو عرایضو لیکلو او د هغوی د نه پوهېدو، د مدافع وکیلانو او دارالوکالو  او د بارګینونو او مسافرخانو دکنټرول په اړه خبرې وکړې او هغه ته یې د یادو موضوعاتو اړوند لازمې مشورې ورکړې.

پر دې سربېره محترم الحاج مفتي عبیدالله«خالد» د زراعت له رئیس سره د محاکمو د ځمکو په اړه خبرې وکړې او د زراعت د رئیس لخوا د یادو ځمکو په اړه معلومات ورکړل شول.

محترم مفتي خالد د امارت د قضایاوو له آمر سره د امارتي ځمکو په اړه خبرې وکړې، ترڅو خدای مه کړه یادې ځمکې د اشخاصو لخوا حیف او میل نشي.

د عدلیې رئیس په خپلو خبرو کې د دغه ډول غونډې جوړول ضروري وبلل او ژمنه یې وکړه چې د عریضه لیکونکو لپاره به سیمینارونه جوړوي، ترڅو ورته ټول هغه شرایط او اصول ور وښودل شي چې د عریضو د صحت لپاره اړین دي.

دغه راز یې د مدافع وکیلانو د حقوقو، د بارګینونو د جواز او مسافرخانو په اړه خبرې وکړې.

 په یاده غونډه کې د مسؤولینو لخوا ځینې ستونزې او مشکلات بیان شول چې الحمدلله تر ډېره ورته د حللاره پیدا شوه.

 

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی واحدالله (صدیقی) رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل، با اشتراک منسوبین قضائی، اداری و خدماتی زون دوم، به تاریخ 7 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

بازگشت به اخبار