د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست نوی رئیس مفتي محمد ابراهیم جان "ابو الحفاظ" نن رسمًا معرفي شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۸ - ۱۴:۱۸
د سترې محکمې د حقوقو عمومي ریاست نوی رئیس مفتي محمد ابراهیم جان "ابو الحفاظ" نن رسمًا معرفي شو

 

د سترې محکمې د حقوقو د عمومي ریاست نوی رئیس نن سهار مهال (۱۴۴۵/۱/۲هـ ق) نېټه د یوې غونډې په ترڅ کې د یاد ریاست کارمندانو ته معرفي شو، د معرفت په دې غونډه کې د سترې محکمې قضائي مرستیال شیخ محمد قاسم راسخ، د دارا لانشاء ریاست عمومي رئیس مفتي عبدالرشید سعید، د بشري سرچینو عمومي ریاست سرپرست مولوي سیف الله اغا، د حقوقو عمومي ریاست پخوانی رئیس مولوي عبدالله کالف، د کابل د حقوقو رئیس مولوي عبدالمتین عمري، د بهرنیو، عامه اړیکو او مطبوعاتو رئیس مولوي عبدالرحیم راشد او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پيل شوه، چې ورپسې د سترې محکمې قضائي مرستیال شیخ محمد قاسم راسخ صاحب وینا وکړه، شیخ صاحب وويل، په اسلامي نظام کې بدلون یو اصل دی، زموږ لپاره تر ټولو مهم اطاعت دی او موږ په همدې مکلف یو چې اطاعت به کوو، څرنګه چي مفتي محمد ابراهیم جان صاحب مخکي د تفتیش عمومي رئیس په توګه خدمت ترسره کاوه، اوس د مشرانو د امر په بناء ددې ریاست د رئیس په توګه ددې ریاست کارمندانو ته معرفي کوو.
وروسته د دارلانشاء ریاست عمومي رئیس مفتي عبدالرشید سعید صاحب وینا وکړه او زیاته یې کړه، له کله چې د امیر المؤمنین حفظه الله د فرمان په اساس د حقوقو عمومي ریاست د سترې محکمې مربوط شو، د یاد ریاست کارونه په ډېره ښه توګه سره مخته روان وه، اوس چې د یاد ریاست لپاره نوې لایحه هم ترتیب شوې ده، نو د مشرتابه د منظورۍ وروسته به نور هم ددې ریاست کارونه چټک او د خلکو مشکلاتو ته به ژر رسېدنه وشي.
مفتي عبدالرشید سعید صاحب له مخکیني رئیس صاحب څخه غوښتنه وکړه چې د نوي رئیس صاحب سره کارونو کې همکاري وکړي، کومې ستونزې چې یاد ریاست لرلې له نوي رئیس صاحب سره دې شریکي کړي، تر څو د ریاست کارونه په ښه چټکي سره منظم مخته روان شي.
د غونډې په جریان کې د حقوقو مخکیني رئیس مولوي عبدالله کالف وینا وکړه او وویل، نوي رئیس صاحب ته يې د مبارکي تر څنګ د همکاري ډاډ وکړ چې د خپل توان او تجربو له مخې به له نوي رئیس سره د کارونو په پرمختګ کې هر راز همکاري کوم.
په پای کې د حقوقو د عمومي ریاست نوي رئیس مفتي محمد ابراهیم جان ابوالحفاظ صاحب خبرې وکړې او زیاته یې کړه، چې دا امتیاز نه بلکې یو دروند مسؤلیت دی چې موږ ته مشرانو له لوري سپارل شوی دی، له ټولو څخه یې په کارونو کې د یو او بل سره د همکاري غوښتنه وکړه.
غونډه د دعائیه په ویلو سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۵:۱۶
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج شیخ غلام الله (عادل) رئیس محکمه مرافعه ولایت بلخ؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، رئیس تحریرات مرافعه، رئیس محکمه ابتدائیه شهری و رؤسای دواوین آن، رؤسای محاکم ابتدائیه. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۴:۳۷
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه شهری ولایت سمنگان جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مفتی عبدالوهاب (زاهد) رئیس محکمه شهری ولایت سمنگان؛ با اشتراک رؤسای دواوین، اعضای قضائی، کارمندان اداری و خدماتی، به تاریخ 14 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۷/۸ - ۱۱:۵۱
Background image

محاکم ولایت غور طی دو هفته علاوه بر رسیدگی به (۳۷۷) دوسیه، به تعداد (۱۷۷) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، ابتدائیه شهری، نظامی زون غور و ابتدائیه ولسوالی‌های ولایت غور طی دو هفته (‎از ۱ /۴ /۱۴۴۸هـ ق الی ۱۵ /۴ /۱۴۴۸هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۳۷۷) دوسیه، به تعداد (۱۷۷) قطعه وثایق. . .

بازگشت به اخبار