د سترې محکمې د قضائي تعلیماتو په ریاست کې دوه علمي او تربیتي سیمینارونه ترسره شول

m_admin
پنجشنبه ۱۴۰۲/۴/۲۹ - ۱۰:۵۲
د سترې محکمې د قضائي تعلیماتو په ریاست کې دوه علمي او تربیتي سیمینارونه ترسره شول

 

لومړی د کونړ، ننګرهار، سمنګان، لغمان او کابل ولایتونو لپاره د جدید التقرر قضاتو، مفتیانو او محررینو ته چې شمېر یې ۸ تنه رسېده، پنځلس ورځنی سیمینار د تېر ۱۴۴۴ ھ ق کال د ذوالحجې میاشتي په ۱۹مه نېټه پیل شو، ورپسې پنځه ورځي وروسته  د ذوالحجې په ۲۴مه نېټه د کاپیسا، پنجشېر او پروان ولایتونو د مرافعه، ښاري محاکمو او ابتدائیه محاکمو د قاضیانو، مفتیانو او محررینو لپاره  لس ورځنی  تربیتي او علمي سیمینار پیل شو، چې پکښې د پنجشېر ولایت ۲۷ تنه، د کاپیسا ولایت ۴۲ تنه او د پروان ولایت ۵۴ تنه  شامل وو.

په دې سیمینار کې په مختلفو قضائي برخو کې عملي او نظري درسونه ورکړل شول، د سهار له ۷ نیمو به  نظري درسونه پیل شول او له شپږ مسلسلو درسې ساعتونو وروسته به غرمه ۱۲ نیمې بجې پای ته ورسېدل.
د غرمنۍ خوړولو او ماپښین لمونځ  ادا کولو وروسته به عملي کار پیل شو چې تر ماښام پوري به یې دوام وکړ.
همدا راز ماخوستن به خپل منځې مذاکره او د مطالعې لپاره وخت ورکول کېده چې اکثر به یې د شپې تر ۱۱ بجو  پوري دوام وکړ.
دغه دواړه سیمینارونه  د ۱۴۴۵ ھ ق کال د محرم الحرام میاشتې په ۳مه نېټه له غرمې وروسته د مسلکي استاذانو په مهمو توصیو او داسلامي امارت د بریاوو په دعاګانو سره پای ته ورسېدل.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی واحدالله (صدیقی) رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل، با اشتراک منسوبین قضائی، اداری و خدماتی زون دوم، به تاریخ 7 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

بازگشت به اخبار