د ميدان وردګ ولايت په چک ولسوالۍ کې د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۷/۲۳ - ۹:۵۹
د ميدان وردګ ولايت په چک ولسوالۍ کې د مقتول کورنۍ قاتل ته بخښنه وکړه

د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربيع الاول مياشتې په ۱۸مه نېټه د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو او کوښښ د مقتول کورنۍ قاتل ته د قصاص بخښنه وکړه.

د قتل په ياده پېښه کې احمد هلال د محمد يوسف زوی د شیرين دل لمسي چې د ميدان وردګ ولايت د چک ولسوالۍ د دورانخېلو د کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی دی، محمد منصور د رحيم الله زوی د بسم الله لمسی چې د ميدان وردګو ولايت د چک ولسوالۍ د دورانخېلو د کلي اصلي او فعلي اوسېدونکی و د دوشنبې په ورځ د خپل کور په مېلمستون کې د ورځې په ۶ بجو د تفنګچې په واسطه په قتل رسولی و.

د يادو کسانو دوسيه د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د چک ولسوالۍ ابتدائيه محکمې ته په رسمې ډول راجع او د يادې محکمې لخوا په غور او دقت وڅېړل شوه.

وروسته د چک ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې په هڅو او د ديني علماء کرامو، قومي مشرانو په منځګړيتوب د مقتول کورنۍ قاتل ته د قصاص څخه بخښنه وکړه او قضيه يې په رسمي ډول حل شوه.

په وروستیو کې دواړو لوريو د محکمې له پرېکړې خوښي او پوره رضايت څرګند کړ.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو مجرم در ولايت غور تطبيق شد

به اساس فيصلۀ دیوان جزای محکمۀ مرافعۀ ولايت غور بالای دو تن به شمول يک زن به جرم فساد اخلاقی؛ امروز دوشنبه (مؤرخ ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
دیوان جزا مجرمين را به ۳۹ـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک مجرم در ولایت فاریاب تطبیق شد

به اساس فیصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ چهل‌گزی ولایت فاریاب بالای يک تن به جرم روابط نامشروع؛ امروز دوشنبه مؤرخ ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم را به يک سال حبس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۲۳
Background image

جلسۀ رؤسای دواوین محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ با اشتراک همه رؤسای دیوان‌های محکمۀ مرافعه و آمر ثبت اسناد و وثایق محکمۀ مرافعه، به تاریخ ۱۸ /۱۰ /۱۴۴۷ه‍ـ. . .

بازگشت به اخبار