پر فلسطین باندې د صهیونیستي اسرائیلو د هوايي او ځمکنیو وحشیانه بریدونو او ظلمونو په اړه د سترې محکمې اعلامیه

m_admin
پر فلسطین باندې د صهیونیستي اسرائیلو د هوايي او ځمکنیو وحشیانه بریدونو او ظلمونو په اړه د سترې محکمې اعلامیه


له څه وخت راهیسې د فلسطین پر مظلومو مسلمانانو د صهیونیستي غاصبو اسرائیلو لخوا په ډېره بې رحمۍ هوايي او ځمکني بریدونه روان دي، چې له امله یې زرګونه فلسطیني ښځې، ماشومان او لویان په شهادت رسېدلي، زیات شمېر یې ټپیان دي، روغتونونه، جوماتونه او کورونه یې نړېدلي دي.
پر دې سربېره صهیونیستي غاصبو اسرائیلو د نړیوالو قوانینو خلاف د غزې په اوسېدونکو هر ډول لومړني خوراکي توکي، اوبه، درمل، برېښنا او د ژوند نور ضرورتونه قطعه کړي، چې دغه کار د غزې او نورو سیمو مظلوم مسلمانان له ډېرو سختو مشکلاتو سره مخ کړي دي.
د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه د صهیونیستي غاصبو اسرائیلو دغه کړنه په تر ټولو شدیدو ټکو غندي ځکه د دوی دغه کړنې په بشپړ ډول وحشت او له بشري حقونو سرغړونه ده.
د اسرائیلو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې فلسطیني شهیدانو ته د الله (جل جلاله) له سپېڅلي درباره د فردوس جنت، ټپیانو ته د عاجلې او کاملې روغتیا غوښتنه کوي او کورنیو ته یې د تسلیت مراتب وړاندې کوي.
دغه راز د فلسطین له مظلوم ولس څخه ملاتړ اعلانوي او له ټولو اسلامي هيوادونو څخه غواړي چې د مظلومو فلسطینیانو لاس نیوی وکړي او په دې ستر الهي امتحان کې بې تفاوته پاته نشي، په دې سربېره نړیواله محکمه باید د دغه جرمونو په برخه کې عاجل او جدي اقدام ترسره کړي.
په درنښت
شیخ عبدالحکیم (حقاني)
د سترې محکمې رئیس او قاضي القضات

آخرین اطلاعیه ها

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۵
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله محکمه ولایت کندز

آمریت حقوق ولایت کندز به منظور تطبیق فیصله محکمه این ولایت که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده است؛ مکرراً با محکوم علیه تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما فرد مورد نظر تاکنون به این آمریت حاضر . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۳
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کاپیسا

آمریت حقوق ولایت کاپیسا به منظور تطبیق فیصله های محکمه ابتدائیه شهری این ولایت که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له ومحکوم علیه دوسیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۱/۲۵ - ۱۱:۲۰
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت پروان

آمریت حقوق ولایت پروان به منظور تطبیق فیصله های محکمه ابتدائیه شهری این ولایت که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له ومحکوم علیه دوسیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما . . .

بازگشت به اطلاعیه ها