د هلمند د مرافعه محکمې لپاره نوى عمومي رئیس معرفي شو

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۸/۱۷ - ۱۱:۲۱
د هلمند د مرافعه محکمې لپاره نوى عمومي رئیس معرفي شو


نن د سه شنبې په ورځ (د ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربيع الثاني مياشتې په ۲۳مه نېټه) د هلمند ولایت د مرافعه محکمې لپاره نوی عمومي رئيس محترم الحاج مولوي محمد د يوې غونډې په ترڅ کې د ياد ولایت د محاکمو مسؤولینو او منسوبینو ته ور معرفي شو.
په ياده غونډه کې د هلمند د مرافعه محکمې مخکني رئیس محترم مولوي محمد نبي حماس (اخندزاده)، د مرافعه محکمې ټولو قضاتو، اداري کارکوونکو، د ښاري محکمې اړوند د ټولو دېوانونو قضاتو، د استخباراتو ریاست رئیس، د امر بالمعروف نهی عن المنکر رياست رئیس، امنیه قوماندان او د علماوو شوری رئیس ګډون کړى و.
 دا غونډه د قرآنکريم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پيل شوه؛ ورپسې د امربالمعروف نهی عن المنکر رئیس وینا وکړه او د مرافعه محکمې نوى عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد یې معرفي کړ.
 همدا راز په ياده غونډه کې د مرافعه محکمې مخکني عمومي رئیس الحاج مولوي حماس اخندزاده د هلمند ولایت د محاکمو او نورو ولایتي ادارو له مسؤولینو مننه وکړه او نوي رئیس ته يې د ښه خدمت کولو د توفیق دعا وکړه.
غونډه د دعا په ویلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۵۰
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پروان از آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن محکمه مرافعه بازدید نمود 

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعه ولایت پروان، به تاریخ 15/1/1448هـ ق از دفاتر کاری آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن محکمه مرافعه بازدید به عمل آورد. 
رئیس محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۱۳
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محکمه ابتدائیه ولسوالی دره آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر، با همراهی مولوی صبغت الله (مجددی) رئیس دیوان جزای مرافعه، مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه آن محکمه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۵۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز جلسۀ رؤسای دواوین دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، آمر ثبت اسناد و وثایق، به تاریخ  9/1/1448 هـ ق، جلسۀ رؤسای دواوین دایر. . .

بازگشت به اخبار