د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي عمومي قوماندانۍ لپاره رئیس ارکان معرفي شو

m_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۸/۳۰ - ۱۱:۹
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي عمومي قوماندانۍ لپاره رئیس ارکان معرفي شو


د روان ۱۴۴۵هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۵مه نېټه د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د نظامي محاکمو امنیتي او اجرائیوي عمومي قوماندانۍ لپاره ټاکل شوی رئیس ارکان محترم حافظ سید حکمت الله آغا (ذهین) د ياد عمومي رياست اړوند مسؤولینو او منسوبینو ته ور وپېژندل شو او رسماً یې دنده پیل کړه.
په دې غونډه کې د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس محترم مولوي محمد عوض (سعید)، د ملکي محاکمو امنیتي عمومي قوماندان مولوي عبدالله (عزام)، د حضرت عبدالله ابن مسعود (رضی الله عنه) د جګړه ایزو زده کړو تعليمي پوهنتون رئیس ارکان مولوي طالب، د حضرت ابو عبیده ابن جراح (رضی الله عنه) د ملي دفاع پوهنتون قوماندان مولوي محمد هاشم (حذیفه)، د رئیس ارکان مرستیال مفتي محمد اسلم (حقاني) او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
د غونډې په پيل کې د سترې محکمې د دعوت او ارشاد ریاست مدرس مولوي عبدالله جان وینا وکړه ویې ویل، اوس د ملت د هوساینې وخت را رسېدلی، مسؤول کسان باید د ملت د هوساینې لپاره کار وکړي ترڅو ملت هوسا او آرام شي.
نوموړي زیاته کړه، مسؤولیت یوه الهي آزموینه ده، په دغه الهي آزموینه کې د کامیابۍ لپاره باید هر مسؤولیت د الله تعالی د رضا په خاطر په ښه ډول ترسره شي.
ورپسې مولوي موسی د مسؤولینو پر اطاعت ټینګار وکړ، زياته يې کړه د مسؤولینو خبره اورېدل او اطاعت کول پرموږ لازم دي.
د يادې غونډې په دوام نوي ټاکل شوي رئیس ارکان سید حکمت الله آغا (ذهین) د غونډې ګډونوالو ته د خبرو پر مهال ډاډ ورکړ چې ورسپارل شوې دنده او مسؤولیت به په ښه ډول ترسره کوي او زیاته یې کړه: الحمدلله څښتن تعالی موږ ته له ډېرو قربانیو، ناخوالو وروسته دا اسلامي نظام راکړ، د دغه اسلامي نظام راتلل، دې حالت ته زموږ رسېدنه د الله تعالی په نصرت او د افغانستان د مجاهد، غیور ملت د قربانیو نتیجه ده.
نوموړي زیاته کړه اوس د الله (جل جلاله) څخه غواړم چې موږ ته توفیق راکړي تر څو د دغه ځورېدلي ولس لپاره خدمت وکړو، ان شاالله د ژوند تر وروستیو شېبو به د دغه اسلامي نظام او مجاهد ولس خدمت کوو.
ياده غونډه د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو د عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید) صاحب په اختتامیه دعاء سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۷
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو مجرم در ولايت غور تطبيق شد

به اساس فيصلۀ دیوان جزای محکمۀ مرافعۀ ولايت غور بالای دو تن به شمول يک زن به جرم فساد اخلاقی؛ امروز دوشنبه (مؤرخ ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
دیوان جزا مجرمين را به ۳۹ـ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۵:۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای یک مجرم در ولایت فاریاب تطبیق شد

به اساس فیصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ چهل‌گزی ولایت فاریاب بالای يک تن به جرم روابط نامشروع؛ امروز دوشنبه مؤرخ ۱۹/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه مجرم را به يک سال حبس. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۷ - ۱۴:۲۳
Background image

جلسۀ رؤسای دواوین محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت کندز؛ با اشتراک همه رؤسای دیوان‌های محکمۀ مرافعه و آمر ثبت اسناد و وثایق محکمۀ مرافعه، به تاریخ ۱۸ /۱۰ /۱۴۴۷ه‍ـ. . .

بازگشت به اخبار