د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو په عمومي ریاست کې د کارونو د ارزونې او د مسؤولینو د همغږۍ غونډه ترسره شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۱:۳۲
د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو په عمومي ریاست کې د کارونو د ارزونې او د مسؤولینو د همغږۍ غونډه ترسره شوه


د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په لومړۍ نېټه د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست د غونډو په تالار کې د یاد ریاست د رئیس محترم مولوي محمد عوض(سعید) په مشرۍ د مدیریتونو او آمریتونو د تیرې اونۍ د کارونو د ارزونې او د مسؤولینو ترمنځ د همغږۍ د لا تقویې په موخه غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د قضائیه قوې د محاکمو د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس محترم الحاج مولوي محمد عوض (سعید)، د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ سرپرست او رئیس ارکان حافظ سید حکمت الله آغا (ذهین)، د ملکي محاکمو د امنیتي قوماندانۍ عمومي قوماندان مولوي عبدالله (عزام)، د ملکي محاکمو د امنیتي قطعاتو قوماندانۍ رئیس ارکان مولوي احمدالله (میوندوال)، د تفتیش او کنټرول مدیر مفتي عبدالرؤف (یوسف)، د یاد ریاست د دفتر عمومي مدیر مولوي خان محمد (مستغفر) د پېژند عمومي مدير مولوي نورمحمد (قتیبه) او نورو مسؤولینو او منسوبینو ګډون درلود.
د قضائیه قوې د محاکمو امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي رئیس په دې غونډه کې د مسؤولینو د کارونو پر ارزونه سربېره د مسؤولینو پرهمغږۍ ټینګار وکړ وویل، مسؤولین باید د مسؤولیتونو په ادا کولو کې يو له بل سره همکار وي، ترڅو مسؤولیتونه په آسانۍ او ښه ډول سرته ورسېږي.
غونډه د حاضرینو تر نظرونو اورېدو وروسته د نظامي محاکمو د امنیتي او اجرائیوي قوماندانۍ د رئیس لخوا په اختتامیه دعا سره پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۵:۲۳
Background image

محاکم ولایت بادغيس طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۷۲۰) دوسیه، به تعداد (۹۳) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌های ولايت بادغيس طی یک ماه (از ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۷۲۰) دوسیه، به تعداد (۹۳) قطعه وثایق را نیز. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۴:۴۱
Background image

حکم جزای تعزیری بالای سه مجرم در ولايت فاریاب تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی شیرین تگاب ولايت فاریاب بالای سه تن به شمول يک زن به جرم روابط نامشروع؛ امروز دوشنبه (مؤرخ ۱۲/ ۱۰/ ۱۴۴۷هـ ق) حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۰ - ۱۲:۵۸
Background image

حکم جزای تعزیری بالای چهار مجرم در ولایت دایکندی تطبیق شد

به اساس فیصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ شهری ولایت دایکندی بالای چهار تن به جرم خوردن روزه و انتقال شراب، امروز دوشنبه مٶرخ ۱۲ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبیق شد.
محکمۀ ابتدائيه مجرمین را. . .

بازگشت به اخبار