د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان له مرکزي زندان او محاکمو لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۲/۹/۵ - ۱۴:۴۴
د سترې محکمې د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د سمنګان له مرکزي زندان او محاکمو لیدنه وکړه


د سترې محکمې د محترم مقام او د قضائي پلټنې د عمومي رئیس محترم شیخ ګل آغا (عاقب) په هدايت یوه پلاوي د مولوي سيف الرحمن (ذاکر) په مشرۍ چې مولوي عبدالوارث (سعيد) او مولوي عبدالبصير (غزنوي) یې غړیتوب درلود، د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د ربیع الثاني میاشتې په ۲۲مه نېټه د سمنګان ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه یاد ولایت ته سفر وکړ.
دغه پلاوي د سفر په پیل کې د سمنګان ولایت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو د ستونزو د څېړلو په موخه د دغه ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد زندان اړوند ټولو نارینه او ښځینه بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت او نظریات يې له ځان سره وليکل او بیا يې د اړوند محاکمو له مسؤولینو سره پرې خبرې وکړې.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۷) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، ښاري محکمې او مرافعه محکمې اړوند دېوانونو ، وثایقو او حقوقو آمریت څخه په جلا، جلا ډول لیدنې وکړې.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه ترسره کړه، د محاکمو د قضائي او اداري کارکوونکو د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.
ياد پلاوي د محاکمو اړوند ضروریات او مهم موارد له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ضروریاتو د رفعه کولو، خنډونو د له منځه وړلو او د نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د سمنګان ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ټول موارد یې په جلا، جلا توګه ورسره شريک کړل.
د ياد سفر په دوام د سترې محکمې قضائي پلاوي د ولسوالیو له مسؤولینو او د سمنګان ولايت له والي سره ناستې وکړې، د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړوندو ستونزو د حل په برخه کې یې د هغوی نظرونه واورېدل او د محاکمو په وړاندې شته ستونزې، د خلکو شکایتونه یې په دقیق او هر اړخیزه توګه وڅېړل.
 د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي له لاسته راوړنو ډک دغه (۱۲) ورځنی سفر د ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادي الاولی میاشتې په ۳مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی واحدالله (صدیقی) رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل، با اشتراک منسوبین قضائی، اداری و خدماتی زون دوم، به تاریخ 7 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

بازگشت به اخبار