د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون د تفتيش عمومي رياست پلاوي د هرات له محاکمو ليدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۹/۸ - ۱۵:۸
د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون د تفتيش عمومي رياست پلاوي د هرات له محاکمو ليدنه وکړه


د سترې محکمې د جنوب لوېدیځ زون د تفتیش عمومي ریاست د قضائي معاون په مشرۍ د دغه ریاست یوه څلور کسیز پلاوي د روان ۱۴۴۵ هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په درېیمه نېټه  د یاد زون د تمیز ریاست او د سترې محکمې د قضائي معاونیت د محترم مقام د هدایت په اساس د خپل تفتیشي پلان له مخې هرات ولايت ته سفر وکړ.
د قضائي تفتیش دغه پلاوي د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنې او ارزونې په موخه د هرات ولایت غوريان، کشک کهنه، ادرسکن، زاول، فارسي، شينډنډ، ګلران، رباط سنګي، کوهسان، انجيل، ګذره او کړوخ ولسوالیو ته سفرونه وکړل.
د قضائي تفتیش پلاوي د خپل طرزالعمل مطابق د یادو ولسواليو له محاکمو لیدنه وکړه، د ولسواليو د ابتدائیه محاکمو فیصلې یې په دقت مطالعه کړې، د یادو محاکمو په فیصلو کې مهم ملاحظات یې له ځان سره نوټ او له اړوند مسؤولینو سره یې شریک کړل.
ياد پلاوي د ولسواليو د ابتدائیه محاکمو د عريضو د ثبت کتابونه، د حقوقي، جزائي دوسيو د ثبت کتابونه، وارده، صادره کتابونه، د رسیداتو کتابونه، د حاضرۍ کتابونه، او درې میاشتنیو راپورونه مطالعه او وڅېړل او په دې برخه کې یې اړوند مسؤولینو ته د لازمو لارښوونو په موخه لنډ مهاله روزنیز پروګرامونه ترسره کړل.
د جنوب لوېدیځ زون د تفتیش ریاست دغه پلاوي د خپل سفر په دوام د بندیانو د وضعیت د څېړلو په موخه د یادو ولسواليو له زندانونو هم لیدنه وکړه، د بندیانو بشپړ شهرت او وضعیت يې له ځان سره وليکل او بیا يې د یادو محاکمو له مسؤولینو سره تفصیلاً شریک کړل.
وروسته دغه پلاوي د یادو ولسواليو له ولسوالانو، امنیه قوماندانانو، د استخباراتو له مديرانو، علماء کرامو او قومي مشرانو سره غونډې وکړې، د محاکمو د تېرو فعالیتونو په اړه يې د یادو قومي مشرانو او ولسواليو د امنيتي برخې له مسؤولينو څخه د قضاء د پرمختګ په اړه نظريات واورېدل او له ځان سره يې وليکل. 
د ذکر شويو ولسواليو د ليدنې او ارزونې په پای کې د جنوب لوېدیځ زون د تمیز ریاست او د سترې محکمې د عالي مقام د قضائي معاونیت د هدایت په اساس (دوه ـ دوه) رسالې، (یوه ـ یوه) رسمي جریده، (دوه ــ دوه) د شرعي نظام په استحکام کې د اطاعت اغیزې چې د مشرتابه له طرفه رالیږل شوي وو دیادو ولسواليو قضائي پلاوي ته ورکړل شوې.
ياد له لاسته راوړنو ډک (۱۰) ورځنی سفر  په ۱۳/ ۵/ ۱۴۴۵ هـ ق نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۵۰
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پروان از آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن محکمه مرافعه بازدید نمود 

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمه مرافعه ولایت پروان، به تاریخ 15/1/1448هـ ق از دفاتر کاری آمریت ثبت اسناد وثایق و مخزن محکمه مرافعه بازدید به عمل آورد. 
رئیس محکمه. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۱۰:۱۳
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت پنجشیر از محکمه ابتدائیه ولسوالی دره آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی محمد عثمان (عامر) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت پنجشیر، با همراهی مولوی صبغت الله (مجددی) رئیس دیوان جزای مرافعه، مولوی عبدالرحمن (حنیف) رئیس دیوان امنیت عامه آن محکمه،. . .

پنجشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۱ - ۹:۵۳
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت کندز جلسۀ رؤسای دواوین دایر گردید

تحت ریاست محترم مولوی محمد یوسف (ابوالوفا) رئیس عمومی محکمۀ مرافعه ولایت کندز؛ با اشتراک رؤسای دواوین مرافعه، آمر ثبت اسناد و وثایق، به تاریخ  9/1/1448 هـ ق، جلسۀ رؤسای دواوین دایر. . .

بازگشت به اخبار