د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست کې د محاکمو قضائي غړو ته د ظرفیت لوړونې علمي سیمینار پای ته ورسېد

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۱۸ - ۱۰:۵۵
د سترې محکمې د قضائي زده کړو عمومي ریاست کې د محاکمو قضائي غړو ته د ظرفیت لوړونې علمي سیمینار پای ته ورسېد


نن یکشنبې (۲۴ /۶ /۱۴۴۵ هـ ق) نېټه د سترې محکمې اړوند قضائي زده کړو ریاست کې د بېلا بېلو  ولایتونو د قضاتو، مفتي صاحبانو او محررینو د ظرفیت لوړونې په موخه قضائي علمي سیمینار  پای ته ورسېد.
په دغه سیمینار کې چې په ۷/۵/۱۴۴۵ هـ ق نېټه د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د قضاتو، مفتيانو او محررینو د قضائي ظرفیت لوړونې په موخه جوړ شوی او ۴۸ ورځې یې دوام درلود؛ د بېلا بېلو ولایتونو د محاکمو ۳۸ جدیدالتقرر قضائي غړي ګډون کړی و.
د سیمینار ګډونوالو ته د مؤظفو استادانو او شیوخ کرامو لخوا د قضاء مسلک کې عملي او نظري روزنه ورکړل شوه.
د قضائي تعلیماتو ریاست عمومي رئیس محترم مولوي عبدالرحمن (غزنوي) صاحب وویل، د سترې محکمې ډېره توجه پر دې ده چې مسلکي قاضیان وروزي ترڅو د هیوادوالو دوسیو ته ژر او اصولي رسېدنه وشي.
نوموړي زیاته کړه، په دغه سیمینار کې د بېلا، بېلو ولایتونو ۳۸ قضائي غړوګډون درلود او په پوره دقت او کمال د توجه ورته د مسلکي شیوخ کرامو او استادانو لخوا عملي او علمي تدریس ترسره شو.
د قضائي زده کړو عمومي ریاست استاد محترم شیخ صاحب جان وویل، په دغه سیمینار کې موږ شپږ ساعته په نظري ډول اصولنامې، معین القضات، د وثایقو لارښوود، د تحریر اصول او نور ضروري کتابونه تدریس کړل، له هغې وروسته به مو د سیمینار په عملي برخه کې د تدریس شوو موضوعاتو په برخه کې د سیمینار په ګډونوالو عملي کارونه ترسره کول.
د سیمینار یو تن ګډونوال د یاد سیمینار د جوړېدو په اړه وویل،  د شکر ځای دی چې الله تعالی زموږ پر خلکو احسان کړی او اسلامي حکومت یې راوستلی دی، په دغه سیمینار کې د سترې محکمې لخوا د تحقیق او تدقیق برخه کې ډېر ګټور او دقیق درسونه تدریس شول.
دغه راز د سیمینار بل ګډونوال د سترې محکمې له محترم عالي مقام په ځانګړې توګه د قضائي زده کړو عمومي ریاست له مسؤولینو مننه وکړه چې قضاتو ته یې دغه ګټور علمي او عملي سیمینار جوړ کړی و.
نوموړي غوښتنه وکړه چې په راتلونکي کې هم دغه ډول ګټور سیمینارونه ترتیب او د محاکمو قضائي غړو د ظرفیت لوړونې برخې ته لا ډېره توجه وکړي.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۶:۴
Background image

حکم جزای تعزیری بالای (۱۷) مجرم و متهم در ولایت نیمروز تطبیق شد

به اساس فیصلهٔ محکمهٔ ابتدائیهٔ شهری ولایت نیمروز بالای (۱۷) تن به جرم لت وکوب پدر، روابط نامشروع و اتهام سرقت و لواطت، امروز پنجشنبه مٶرخ ۱۵ /۱۰ /۱۴۴۷هـ ق حکم جزای تعزیری تطبیق شد.
محک. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۵:۶
Background image

جلسۀ هفته وار محکمۀ مرافعۀ ولایت بادغیس دایر گردید

تحت ریاست الحاج شیخ عبدالخالق ( امدادالحق) رئيس عمومی محکمۀ مرافعۀ ولایت بادغیس؛ به تاریخ ۱۳ /۱۰ /۱۴۴۷ه‍ـ ق جلسۀ هفته‌وار دایر گردید.   
ابتداء جلسه با تلاوت چند آیات از کلام الله مجید. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۱/۱۲ - ۱۱:۳۶
Background image

محاکم ولایت باميان طی یک ماه علاوه بر رسیدگی به (۱۹۳) دوسیه، به تعداد (۱۴۶) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتداٸيۀ ولسوالى‌های ولایت بامیان طی یک ماه (از ۱/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۲۹/ ۹/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسیدگی به (۱۹۳) دوسیه، به تعداد (۱۴۶) قطعه وثایق را نیز. . .

بازگشت به اخبار