د خوست د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له مرکزي نظارت خانې څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۲/۱۱/۴ - ۱۱:۱۸
د خوست د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له مرکزي نظارت خانې څخه لیدنه وکړه

په ۸ /۷ /۱۴۴۵هـ ق نېټه د خوست ولایت د مرافعه محکمې رئیس الحاج مولوي امین الله(منیب)، د جزا دېوان رئيس مولوي محمد (مدني)، د امنیت عامه دېوان سرپرست رئیس مولوي بادشاه (جلالي) او د تحریراتو آمر ملا امین الله (حنفي) د خوست ولایت له مرکزي توقیف خانې څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې په پیل کې یاد پلاوي د ټولو مظنونینو اومتهمینو څخه د نظارت خانې د امنیتي پولیسو د رفتار او برخورد او د اړتیاوو وړ توکو په اړه پوښتنې وکړې، چې ټول تر توقیف لاندې کسان د نظارت خانې د انتظام څخه خوښ وو.
د ليدنې په دوام ياد پلاوي د ټولو مظنونینو د موضوعاتو اجمالي راپور له ځان سره یادداشت او له اړوند محاکمو او ادارو سره یې شریک کړ.
 د لیدنې په پای کې ياد پلاوي د نظارت خانې مسؤولينو ته د مظنونینو سره د ښه رفتار، سلوک او تر توقیف لاندې کسانو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی واحدالله (صدیقی) رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل، با اشتراک منسوبین قضائی، اداری و خدماتی زون دوم، به تاریخ 7 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

بازگشت به اخبار