د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

m_admin
د سترې محکمې د تدارکاتو آمریت خبرتیا

د تدارکاتو قانون د دري څلوېښتمې مادې د (۲مې) فقرې له مخې ټولو هیوادوالو ته خبر ورکول کیږي چې د افغانستان اسلامي امارت ستره محکمه په نظر کې لري د ۱۴۰۲هـ ش مالي کال لپاره د «آغاز نوین کابل لمیتد» شرکت سره چې د جواز شمېره یې (۲۴۲۸۴) ده او مرکزي دفتر یې د کابل ولایت په مرکز حاجي یعقوب څلورلارې کې موقعیت لري، د (۹۶۹۸۸۰۰) نهه میلیون، شپږسوه آته نوي زره او آته سوه افغانۍ په قیمت سره د قضائیه قوې د امنیتي او اجرائیوي چارو عمومي ریاست لپاره د (۱۰۰) پایه کمپیوټرونو او (۱۰۰) پایه پرینټرونو د تدارک قرارداد وکړي.
هر ډول حکمي او حقیقي شخصیتونه چې په دې اړه نیوکه لري د تدارکاتو قانون د پنځوسمې مادې له مخې کولاي شي په لیکلي ډول د دلایلو په لرلو سره خپلې نیوکې د دې اعلان د خپرېدو له نېټې څخه تر اوه (۷) تقویمي ورځو پورې د عامې روغتیا څلورلارې ته څېرمه د سترې محکمې د مالي او اداري عمومي چارو ریاست اړوند د تدارکاتو آمریت ته وړاندې کړي.
دا خبرتیا د قرارداد د تړلو په معنی نه ده د پورته ذکر شوې نېټې تر پوره کېدو او نورو قانوني مراحلو تر سرته رسولو پورې د قرارداد عقد نه تړل کیږي.

آخرین اطلاعیه ها

پنجشنبه ۱۴۰۵/۳/۱۴ - ۱۱:۴۷
Background image

اعلان (7) عراده موتر داغمه آمریت محاسبه اجناس ستره محکمه

آمریت محاسبه اجناس ستره محکمه امارت اسلامی افغانستان در دور پنجم به تعداد (7) عراده موتر داغمه مختلف النوع خویش را به تاریخ 20 /3 /1405 روز شنبه ساعت 9 بجه قبل از ظهر در تعمیر ریاست تعلیمات قضائی . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۸
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت کابل

ریاست حقوق ولایت کابل به منظور تطبیق فیصله های محاکم این ولایت که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما اشخاص مورد نظر تاکنون به این . . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۳۰ - ۱۵:۴۰
Background image

آگاهی حضور جهت تطبیق فیصله های محکمه ولایت نیمروز

آمریت حقوق ولایت نیمروز به منظور تطبیق فیصله های محکمه مرافعه این ولایت که جهت تطبیق به این اداره مواصلت ورزیده اند؛ مکرراً با محکوم له قضیه ها تماس های تلفنی برقرار کرده است، اما اشخاص مورد نظر . . .

بازگشت به اطلاعیه ها