محترم مولوي کليم الله د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د نوي رئيس په توګه معرفي شو

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۶/۱۱ - ۱۴:۱۷
محترم مولوي کليم الله د پکتيا د زرمت ولسوالۍ د ابتدائيه محکمې د نوي رئيس په توګه معرفي شو

د پکتيا ولايت د زرمت ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې لپاره نوی رئیس محترم مولوي کلیم الله (انس) په ۸/ ۲/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د یادې محکمې کارکوونکو ته د يوې غونډې په ترڅ کې ور وپېژندل شو.
په دې موخه جوړه شوې غونډه چې د يادې ولسوالۍ ولسوال، امنیه قوماندان، د استخباراتو مدیر او نورو مسؤولینو په کې ګډون درلود؛ د قرآنکریم د څو مبارکو آیاتونو په تلاوت پیل شوه.
ورپسې د یادې ولسوالۍ د ابتدائیه محکمې مفتي مولوي محمد قاسم (عاکف) وینا وکړه وويل، محاکم په نظام کې د پایې حیثیت لري او استحکام یې په پوره همغږۍ سره کېږي؛ نو له محاکمو سره ستاسو ټولو ادارو ښه همغږي اړينه ده.
 د غونډې په دوام نوي رئیس مولوي کلیم الله (انس) وویل، له الله تعالی څخه د را سپارل شوي مسؤولیت د ښه ترسره کولو توفیق غواړم او تر خپله وسه به هڅه کوم چې د هېوادوالو ستونزو او دوسيو ته رسېدنه وکړم.
ياده غونډه د دعا په لوستلو پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۷/۷ - ۱۱:۱۹
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل جلسه اداری دایر گردید

تحت رهبری الحاج مولوی واحدالله (صدیقی) رئیس محکمه ابتدائیه زون دوم شهر کابل، با اشتراک منسوبین قضائی، اداری و خدماتی زون دوم، به تاریخ 7 /4 /1448هـ ق جلسه اداری دایر گردید.
جلسه با. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

بازگشت به اخبار