د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي رياست مفتشينو د هرات ولايت له محاکمو او زندانونو څخه ليدنه وکړه

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۷/۲۳ - ۱۶:۲۰
د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي رياست مفتشينو د هرات ولايت له محاکمو او زندانونو څخه ليدنه وکړه

د جنوب لوېدیځ زون د تمیز عالي رياست او د سترې محکمې د قضائي معاونيت د محترم مقام په هدایت د قضائي پلټنې يوه پنځه کسيز پلاوي چې الحاج مفتي محمد (عبدالله)، مفتي محمد اسلام، الحاج مولوي اخترمحمد (نعماني)، الحاج مفتي محمد (عمري) او مولوي عبیدالله په کې د مسلکي غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربیع الاول میاشتې په ۱۰مه نېټه د هرات ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.

د قضائي تفتيش یاد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د هرات ولايت د مرافعه او ښاري محاکمو له محترمو رئیسانو سره وکتل، په دې ليدنه کې يې د محاکمو د ظرفيت لوړولو او معیاري کولو په اړه خبرې وکړې.

د ليدنې په دوام ياد پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د هرات د مرافعه او ښاري محکمې اړوند دېوانونو، د ولسوالیو د ابتدائیه محاکمو او هرې ولسوالۍ له زندان، د وثایقو آمریت او حقوقو آمریت څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.

یاد پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د محاکمو د قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې.

د قضائي تفتیش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نیمګړتیاوې له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نیمګړتیاوو د اکمال په اړه د هرات مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.

دغه پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت او د ولسوالیو له مسؤولینو، علماء کرامو او قومي مشرانو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.

ياد پلاوي د هرات ولايت د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو دقیقه او هر اړخیزه څېړنه وکړه.

د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربیع الثاني مياشتې په (۱۰) مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۳:۴۵
Background image

گزارش مختصر از ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه طی ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق

گزارش عمده فعالیت‌های ریاست عمومی مالی و اداری ستره محکمه در ربع سوم سال ۱۴۴۷ هـ ق به شرح ذیل است:

۱. در برخی موارد خاص، مبلغ (۹۶۲۳۲) افغانی عایدات جمع‌آوری و به خزانهٔ امارت اسلامی. . .

چهارشنبه ۱۴۰۵/۲/۹ - ۱۱:۲۸
Background image

رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان از زندان آن ولایت بازدید نمود

محترم الحاج مولوی میرآقا (ذبیح الله خالد) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت پروان با معیتی مفتی عبدالولی (حلیم) رئیس دیوان جزای محکمۀ مرافعه و مولوی عبدالمقیت (مبارز) رئیس دیوان امنیت عامۀ مرافعه. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۲/۸ - ۱۳:۵۱
Background image

با تلاش مسؤولین محکمۀ نظامی زون بلخ قضیه قتل حل و فصل گردید

با تلاش اعضای قضائی محکمه نظامی زون بلخ؛ با اشتراک علماء کرام، محاسن سفیدان محل، به تاريخ ۴/ ۱۱/ ۱۴۴۷ هـ ق طی يک نشست قضیه قتل از باشندگان ولسوالی شولگره ولایت بلخ، حل و فصل گردید.
در. . .

بازگشت به اخبار