د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۱) وثیقې هم اجرا کړې

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۱:۴۸
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۴۶۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۱۹۱) وثیقې هم اجرا کړې

د ننګرهار ولايت مرافعه محکمې، وثايقو، ښاري ابتدائیه محکمې او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په دوو اونيو کې له ( ۱/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق څخه تر ۱۵/ ۴/ ۱۴۴۶ هـ ق) نېټې پورې (۴۶۴) دوسيو ته رسېدنه کړې او (۱۹۱) وثيقې یې اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقی برخه کې:
د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۸۳) حقوقي دوسيې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۱۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۴۰) دوسیې فیصله شوې، (۲۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
 د ننګرهار ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۵۸) جزائي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۶۶) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳۳) دوسیې فیصله شوې، (۲۸) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په تجارتي برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۶۴) تجارتي دوسیې واردې شوې؛ په داسې حال کې چې مخکې هم يو شمېر دوسيې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۱) دوسیو په تړاو قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۳) دوسیې فیصله شوې، (۱۹) دوسیې مکتوبي اجرا شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د ننګرهار ولايت محاکمو په دوو اونيو کې (۱۹۱) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۴۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت بامیان از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های پنجاب و ورس آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی سید میرآغا (هاشمی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بامیان؛ با همراهی مولوی محمد جمیل (حمیدی) آمر حقوق محکمه مرافعه، به تاریخ 8 و 9 ربیع الآخر 1448 هـ ق از محاکم ابتدائیه. . .

بازگشت به اخبار