د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د بلخ ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۹ - ۱۴:۰
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د بلخ ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي امان الله (حامد) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالولي (مصباح) او مولوي بخت الله (مدني) په کې د غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربيع الاول میاشتې په ۳۰ مه نېټه د بلخ ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
 ياد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د بلخ ولايت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل، ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد زندان اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۱۶) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د وثایقو آمریت، حقوقو مديريت او ځانګړې محکمې څخه په جلا جلا ډول لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د قضائي تفتيش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نېمګړتیاوې له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د بلخ ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا جلا توګه ورسره شريکې کړې.
ياد پلاوي د بلخ ولايت د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو دقیقه او هر اړخیزه څېړنه وکړه.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶ هـ ق کال د ربيع الثاني میاشتې په ۲۳ مه نېټه پای ته ورسېده.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۲ - ۱۱:۵۱
Background image

محاکم ولايت کندز طی دو هفته علاوه بر رسيدگی به (۳۵۹) دوسیه، به تعداد (۲۷۶) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت کندز، دواوين مرافعه، وثايق، ابتدائیۀ شهرى و ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱۶/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى، جزائی و وثايق به شرح. . .

چهارشنبه ۱۴۰۴/۴/۱۱ - ۱۱:۵۵
Background image

از طرف محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی برای عریضه‌نویسان آن ولایت سیمینار آموزشی برگزار گردید

تحت ریاست الحاج محترم عزیزالله (حیدری) رئیس محکمۀ مرافعۀ ولایت غزنی؛ به تاریخ ۲۶ /۱۲ /۱۴۴۶هـ ق برای عریضه نویسان آن ولایت، سیمینار آموزشی ارائیه گردید. 
این سیمینار با تلاوت چند آیات از. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۱۰ - ۱۱:۳۴
Background image

محاکم ولایت تخار طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۷۲۴) دوسیه، به تعداد (۳۳۷) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

خلاصۀ اجراآت قضائی محاکم ولايت تخار، دواوين محکمۀ مرافعه، وثايق، محکمۀ ابتدائیهٔ شهرى و محاکم ابتدائیۀ ولسوالى‌ها از تاريخ ( ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق الى ۲۹/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق) در بخش‌هاى حقوقى،. . .

بازگشت به اخبار