د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جوزجان ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

m_admin
چهارشنبه ۱۴۰۳/۸/۳۰ - ۱۴:۵۵
د قضائي تفتیش عمومي ریاست مفتشینو د جوزجان ولايت له محاکمو او مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه

د سترې محکمې د محترم مقام په هدایت د محترم مولوي روزي محمد (زمیل) په مشرۍ د قضائي پلټنې يوه پلاوي چې مولوي عبدالله (ذکي) او مولوي شمس الدين (احدي) په کې د غړيو په توګه دنده لرله، د روان ۱۴۴۶هـ ق کال د ربيع الثاني میاشتې په ۳۰مه نېټه د جوزجان ولایت د محاکمو د تېرو فعالیتونو د څېړنو په موخه ياد ولايت ته سفر وکړ.
 ياد پلاوي د سفر او ليدنې په پیل کې د جوزجان ولايت د مرافعه محکمې له محترم رئیس سره وکتل؛ ورپسې يې د بندیانو ستونزو د څېړلو په موخه د یاد ولایت له مرکزي زندان څخه لیدنه وکړه، د یاد زندان اړوند د ټولو بندیانو بشپړ شهرت، کیفیت، شکایتونه، ستونزې يې له ځان سره وليکل او بیا يې له اړوند محاکمو سره شریک کړل.
د سترې محکمې د عالي مقام لخوا ټاکل شوي پلاوي د خپل کاري پلان له مخې د یاد ولایت د (۱۰) ولسوالیو له ابتدائیه محاکمو، د ښاري او مرافعه محاکمو اړوند دېوانونو، د وثایقو آمریت، حقوقو مديريت او ځانګړې محکمې څخه په جلا، جلا ډول لیدنه وکړه.
دغه پلاوي د څارنې بهیر په ترڅ کې د یادو محاکمو له قضائي، اداري او مالي چارو هر اړخیزه پلټنه وکړه، د محاکمو د قضائي او اداري پرسونل د سلوکي او مسلکي اړخونو معلومات يې واخیستل او د چارو د سمون په برخه کې یې ورته لازمې لارښوونې وکړې. 
د قضائي تفتيش پلاوي د محاکمو اړوند شته ستونزې، کاري خنډونه او لوژستیکي نېمګړتیاوې له ځان سره وليکل او د ليدنې په وروستيو کې يې د ستونزو د حل، خنډونو د له منځه وړلو، د شته نېمګړتیاوو د اکمال په اړه د جوزجان ولایت د مرافعه محکمې د ریاست له مقام سره تفاهمي ناسته وکړه او ځينې ستونزې يې په جلا، جلا توګه ورسره شريکې کړې.
ياد پلاوي د څارنې او ليدنې په دوام د یاد ولایت د ولسوالیو له مسؤولینو سره ناستې وکړې او د محاکمو د فعالیتونو د لا ښه پرمختګ او د ځينو اړونده ستونزو د حل په موخه يې د هغوی نظرونه واورېدل.
ياد پلاوي د جوزجان ولايت د محاکمو په وړاندې د شته ستونزو دقیقه او هر اړخیزه څېړنه وکړه.
د قضائي تفتیش د څارنې او پلټنې پلاوي ياد له لاسته راوړنو ډک سفر د ۱۴۴۶هـ ق کال د جمادی الأولی میاشتې په ۱۶ مه نېټه پای ته ورسېد.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۴۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت بامیان از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های پنجاب و ورس آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی سید میرآغا (هاشمی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بامیان؛ با همراهی مولوی محمد جمیل (حمیدی) آمر حقوق محکمه مرافعه، به تاریخ 8 و 9 ربیع الآخر 1448 هـ ق از محاکم ابتدائیه. . .

بازگشت به اخبار