د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې (۶۱۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۰۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
شنبه ۱۴۰۳/۹/۱۰ - ۱۰:۵۰
د بلخ محاکمو په دوو اونيو کې (۶۱۴) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۰۹) وثیقې هم اجرا کړې دي

د بلخ ولايت مرافعه محکمې، ښاري ابتدائيه محکمې، د بلخ زون نظامي محکمې او د ټولو ولسواليو ابتداٸيه محاکمو په دوو اونيو کې له (۱۴/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۲۶ /۵ / ۱۴۴۶هـ ق نېټې) پورې (۶۱۴) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۳۰۹) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۳۸۰) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۲۳۲) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۰۷) دوسیې فیصله شوې، (۷۳) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو ته په دوو اونيو کې (۱۷۵) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۱۰۶) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۷۸) دوسیې فیصله شوې، (۱۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسیې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د بلخ ولایت محاکمو په دوو اونيو کې (۳۰۹) بېلا بېلې وثیقې هم اجرا کړې دي.‎

تازه ترین اخبار

چهارشنبه ۱۴۰۵/۴/۱۰ - ۱۵:۴۴
Background image

تحت رهبری رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان جلسه رؤسای دواوین داير گردید

تحت رهبری الحاج مولوی شمس‌الله (عزیزی) رئيس محکمه مرافعه ولایت بغلان، به تاریخ ۱۴/ ۱/ ۱۴۴۸هـ ق به هدف بررسی جواب استهداآت، پاسخ‌دهی به پرسش‌ها و پیشنهادات حقوقی محاکم ابتدائيه و رفع. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۵/۴/۹ - ۱۰:۵۱
Background image

محاکم ولایت بادغيس طی يک ماه علاوه بر رسيدگی به (۶۷۲) دوسیه، به تعداد (۱۲۲) قطعه وثایق را نیز اجرا نموده‌است

محاکم مرافعه، وثايق، ابتدائیه شهرى و ابتدائیه ولسوالى‌های ولایت بادغیس طی یک ماه (از ۱/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق الى ۳۰/ ۱۲/ ۱۴۴۷هـ ق) علاوه بر رسيدگی به (۶۷۲) دوسیه، به تعداد (۱۲۲) قطعه وثایق را. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۴/۸ - ۱۴:۵۶
Background image

تحت رهبری رئیس محکمه مرافعه ولایت بدخشان جلسۀ رؤسای دواوین برگزار گردید 

تحت رهبری محترم مولوی محمد صابر (حنفی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بدخشان، با اشتراک رؤسای دیوان‌های مرافعه، به تاریخ 12/1/1448 هـ ق، جلسه دایر گردید.
این جلسه با تلاوت چند آیات از. . .

بازگشت به اخبار