د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له محبس څخه لیدنه وکړه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۵:۲۶
د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس د یاد ولایت له محبس څخه لیدنه وکړه

د روزګان ولایت د مرافعه محکمې رئیس محترم مولوي سخیداد (ابوالتقي) د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان رئیس مولوي کلیم الله (ابوالهدي) په ملتيا په ۲۲ /۵ /۱۴۴۶ هـ ق نېټه د ياد ولایت له عمومي محبس څخه ليدنه وکړه.

 په دې لیدنه کې د مرافعه محکمې رئیس لومړی د ټولو بندیانو ستونزې واورېدې او ډاډ يې ورکړ چې د شريعت په رڼا کې به رسېدنه ورته وشي.

 د لیدنې په دوام د مرافعه محکمې رئيس د ياد محبس له مسؤول حاجي طالب سره د بنديانو په يو شمېر موضوعاتو خبرې اترې وکړې او د ليدنې په پای کې هغه بنديان خوشي شول چې د بند موده يې پوره شوې وه او سپارښتنه ورته وشوه چې په راتلونکې کې له داسې کړنو ځان وساتي چې بېرته يې محبس ته د تللو لامل شي.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۳۳
Background image

حکم جزای تعزیری بالای شش متهم در ولايت پروان تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی های سالنگ و جبل السراج ولايت پروان به شمول دو زن بالای شش تن به اتهام فعل زنا و قتل؛ به تاريخ ۲۰ و ۲۱ ماه ذوالحجة الحرام سال ۱۴۴۶ هـ ق حکم جزای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو مجرم در ولايت فارياب تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی پشتونکوت ولايت فارياب به شمول يک زن بالای دو تن په جرم فرار از منزل، فرار دادن و داشتن ارتباط نامشروع؛ به تاريخ ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق در صحن محکمۀ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۰
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو مجرم در ولايت بدخشان تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائيۀ ولسوالی یفتل ولايت بدخشان به شمول يک زن بالای دو تن به جرم فرار از منزل و فرار دادن؛ به تاريخ ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه. . .

بازگشت به اخبار