خوست ولایت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

m_admin
یکشنبه ۱۴۰۳/۹/۱۱ - ۱۷:۵۴
خوست ولایت کې پنځو مجرمينو او متهمينو ته تعزیري سزا ورکړل شوه

د خوست ولایت د ښاري ابتدائیه محکمې د جزا دېوان د پرېکړې له مخې نن یکشنبې ۲۹/ ۵/ ۱۴۴۶ هـ ق نېټه د يوې ښځې په ګډون دوو کسانو ته د نامشروع اړيکو په جرم او درېیو کسانو ته د لواطت په تور په عام محضر کې تعزیري سزا ورکړل شوه.

د ابتدائيه محکمې جزا دېوان د یادو کسانو له ډلې دوه مجرمين له دوولس تر اتلس میاشتو تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا او درې متهمين پر څلور ـ څلور کاله تنفيذي بند او ۳۹ـ ۳۹ دُرو تعزیري سزا محکوم کړي وو.

په دې موخه جوړه شوې غونډه کې د مرافعه محکمې عمومي رئيس محترم مولوي امین الله (منیب)، د ښاري ابتدائيه محکمې رئیس مولوي نقیب الله (ذاکر)، قضائي او نظامي منسوبینو او عامو هېوادوالو ګډون درلود.

د یادونې وړ ده چې یاده پرېکړه د سترې محکمې د عالي مقام له تائید وروسته پر مجرمينو او متهمينو تطبیق شوه.

تازه ترین اخبار

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۳۳
Background image

حکم جزای تعزیری بالای شش متهم در ولايت پروان تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی های سالنگ و جبل السراج ولايت پروان به شمول دو زن بالای شش تن به اتهام فعل زنا و قتل؛ به تاريخ ۲۰ و ۲۱ ماه ذوالحجة الحرام سال ۱۴۴۶ هـ ق حکم جزای. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۶
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو مجرم در ولايت فارياب تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائیۀ ولسوالی پشتونکوت ولايت فارياب به شمول يک زن بالای دو تن په جرم فرار از منزل، فرار دادن و داشتن ارتباط نامشروع؛ به تاريخ ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق در صحن محکمۀ. . .

پنجشنبه ۱۴۰۴/۳/۲۹ - ۱۱:۲۰
Background image

حکم جزای تعزیری بالای دو مجرم در ولايت بدخشان تطبيق شد

به اساس فيصلۀ محکمۀ ابتدائيۀ ولسوالی یفتل ولايت بدخشان به شمول يک زن بالای دو تن به جرم فرار از منزل و فرار دادن؛ به تاريخ ۲۱/ ۱۲/ ۱۴۴۶ هـ ق حکم جزای تعزیری تطبيق شد.
محکمۀ ابتدائیه. . .

بازگشت به اخبار