د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

m_admin
دوشنبه ۱۴۰۳/۱۰/۳ - ۱۲:۱۰
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۳۵۲) دوسیو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵۲) وثیقې هم اجرا کړې دي

د فراه ولايت د مرافعه محکمې، ښاري ابتدائیه محکمې، وثايقو او د ټولو ولسواليو ابتدائیه محاکمو په يوه مياشت کې له (۹/ ۵/ ۱۴۴۶هـ ق نېټې څخه تر ۹/ ۶/ ۱۴۴۶هـ ق) نېټې پورې (۳۵۲) دوسيو ته پر رسېدنه سربېره، (۴۵۲) وثيقې هم اجرا کړې دي، چې جزئيات يې په لاندې ډول دي.
په حقوقي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۱۵۰) حقوقي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۳۱) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۹۳) دوسیې فیصله شوې، (۴) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
په جزائي برخه کې:
د فراه ولایت محاکمو ته په يوه مياشت کې (۲۵۴) جزائي دوسیې واردې شوې، په داسې حال کې چې مخکې هم یو شمېر دوسیې موجودې وې.
له دې جملې څخه د (۸۷) دوسیو په اړه قضائي قرارونه صادر شوي، (۱۲۹) دوسیې فیصله شوې، (۸) دوسیې مکتوبي مستردې شوې او پاتې دوسيې تر کار لاندې دي.
د وثيقو برخه کې:
د فراه ولايت محاکمو په يوه مياشت کې (۴۵۲) بېلا بېلې وثيقې هم اجرا کړې دي.

تازه ترین اخبار

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۵:۱۸
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت هرات از محبس عمومی آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی علی ګل (حمیدی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت هرات؛ به تاریخ 13 /4 /1448 هـ ق با حضورداشت قاری عبدالغفور آمر ارتباط محاکم ریاست تنظیم امور زندان‌ها از بخش توقیف، بخش اناثیه و. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۳:۵۶
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار از محکمه ابتدائیه شهری آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی نورمحمد (نوری) رئیس محکمه مرافعه ولایت تخار، به تاریخ 10 /4 /1448هـ ق از محکمه ابتدائیه شهری و دیوان‌های آن محکمه بازدید نمود.
رئیس محکمه مرافعه در این بازدید، ابتداء کتب. . .

دوشنبه ۱۴۰۵/۷/۶ - ۱۱:۴۲
Background image

رئیس محکمه مرافعه ولایت بامیان از محاکم ابتدائیه ولسوالی‌های پنجاب و ورس آن ولایت بازدید نمود

محترم مولوی سید میرآغا (هاشمی) رئیس عمومی محکمه مرافعه ولایت بامیان؛ با همراهی مولوی محمد جمیل (حمیدی) آمر حقوق محکمه مرافعه، به تاریخ 8 و 9 ربیع الآخر 1448 هـ ق از محاکم ابتدائیه. . .

بازگشت به اخبار